کابل (پژواک، ٥ تله ٩٨) : په کابل کې د امریکا سفير د ولسمشر اشرف غني پر وروستیو څرګندونو چې په افغانستان کې یې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې د کار موثریت تر پوښتنې لاندې راوړی ناهیلي څرګنده کړې ده.
ولسمشر غني څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي د ادارې (یو اس ای آی ډي) پر کار نیوکه کړې او هغه یې “تر ټولو بې کیفایته مرستندویه اداره” ګڼلې وه.
ددې ترڅنګ ولسمشر ددې ادارې پر ځينو نورو فعاليتونو هم نيوکې کړې وې.
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس، په پخپله ټویټر پاڼه یو لړ ټویټونه خپاره کړي او په هغه کې یې په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې کارونو ته اشاره کړې ده.
هغه لیکلي: “موږ په دې خاطر چې ولسمشر غني د یو اس ای آی ډي، عالي کارونه او په ټول هیواد کې د افغانانو د ژوند د تقویت لپاره زموږ د همکارۍ د موافقې جزییات له پامه غورځولي، نا امیده یم”.
په کابل کې د امریکا سفیر په مشخصه توګه په افغانستان کې د څو پروژو د هغې له ډلې د روغتیا، بریښنا، تجارت او کار موندنې او د ښځو د غښتلي کولو چارې ددې ادارې فعالیتونه په ګوته کړي دي.
جان باس دغه راز ويلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او امریکا دولتونو په ګډه توګه د امریکا غیر پوځي همکارۍ ارزولي او د هغې پايلې یې مثبتې ګڼلې دي.
Visits: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن