ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو په ورځ په ۱۱۳ بریدونو کې ۱۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ټاکنو په ورځ په ۱۱۳ بریدونو کې ۱۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Sep 2019 - 22:48
د ټاکنو په ورځ په ۱۱۳ بریدونو کې ۱۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Sep 2019 - 22:48

کابل (پژواک ۶ تله ۹۸): د پژواک تر لاسه کړي راپورونه ښيی چې نن د ټاکنو په ورځ د ټول هېواد په کچه په ۱۱۳ بریدونو او چاودنو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۳ نور ټپیان دي.  

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت ریاست وايي، نن د دولت د وسله والو مخالفینو د لسګونو بریدونه مخه هم نیول شوې ده.

نن د سهار له اوو بجو د مازیګر تر پنځو بجو تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې وې. خلکو په دغو ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه.   

د بېلابېلو سرچينو د معلوماتو له مخې، له یادو بریدونو څخه د ۶۴ مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستی، د ۵۹ بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی او یو هم د دوو تنو تر منځ پروان کې نښته وه چې یو تن په کې ووژل شو.      

د پژواک معلومات ښیی چې نن تر ټولو ډیر (۲۹) بریدونه په ننګرهار، اووه، اووه په لغمان، پروان او سرپل، شپږ، شپږ په فاریاب او زابل او پاتې نورو په خوست، بدخشان، غور، کابل کونړ، سمنګان، کندوز، فراه، غزنی، هلمند، جوزجان، کاپیسا، نیمروز، نورستان، پکتیا، تخار، اروزګان، بغلان، بلخ او دایکندی ولایتونو کې شوي دي.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۳ نور ټپیان دي.  

بریدونه په ۲۶ ولایتونو کې شوي، خو مرګ ژوبله له دوو تنو پرته نوره ټوله په لسو ولایتونو کې اوښتې ده.

کېدای شي د نن ورځې د بریدونو او مرګ ژوبلې شمېر تر هغه ډېر وي چې پژواک تر لاسه کړی؛ ځکه چې په ځینو سیمو کې ټېلېفوني اړیکې پرې وې او له سرچینو سره د اړیکې ټینګېدل ناشوني وو.

د بریدونو او مرګ ژوبلې په اړه د ښکېلو غاړو ادعاوې  

د ملي امنیت ریاست وایي چې امنیتی ځواکونو نن په مرکز او ولایتونو کې له لسګونو بریدونو مخنیوی کړی.

سرچینه زیاتوي چې امنیتی ځواکونو یواځې کابل کې ۱۶ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴ طالبان نیول شوي دي.

د ملی امنیت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په لوگر، غزني، ننگرهار، بلخ، هرات، کونړ، هلمند او خوست کې هم دولتی ځواکونو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۳۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

خو د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چې د تېرې شپې له ۱۲ بجو د نن ورځې تر پایه  ۲۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.  

خو ‌طالبان وایي چې نن یې ټول ۵۱۳ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۴۲۲ تنه دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.