کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸) : د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د څه کم پنځو زرو رایو مرکزونو څخه یې د ۲۵۹۷ لومړۍ غیر رسمي پایلې ترلاسه کړې، چې پکې څه دپاسه یو میلیون کسانو رایې اچولې دي.
نن په ټول هیواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، چې له ۱۸ ثبت نام کړیو نوماندانو څخه د ۱۳ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزه سیالي ترسره شوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه او نورو کمشنرانو نن د شپې ناوخته په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه لومړني معلومات ورکړل.
د کمیسیون کمشنر او ددارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ وویل چې دوی په ټول هیواد کې ۴۹۰۵ مرکزونو ته درای توکي لیږلي وو او په دې ټولو مرکزونو کې ټاکنې ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، چې د ټیلیفون په وسیله له دې مرکزونو څخه د ۲۵۹۷ مرکزونو پایلې ترلاسه کړې دي او د ۲۳۰۸ مرکزونو پایلې به تر سبا شپې پورې ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، له یادو ۲۵۹۷ مرکزونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې یو میلیون ٥١ زره او ٩٩٨ کسانو رایه کارولې ده.
ننګ د ځینو ولایتونو درایو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کابل ۵۶۱ مرکزونو کې ۴۴۰۸۰۸ کسانو، کندهار ۱۱۰ مرکزونو کې ۳۹ زره خوست ۱۵۶ مرکزونو کې ۵۰۵۴۰ زره، کندز ۴۶ مرکزونو کې ۱۱۵۴۱ زره، ننګرهار ۳۰۹ مرکزونو کې ۲۲ ۷۱۰ زره، او د لغمان ۴۸ مرکزونو کې ۱۳۷۰۰ زره کسانو رایه اچولې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن