ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تیفا: د رایې ورکونې ۹۸ سلنه مرکزونه پر ټاکلي وخت پرانیستي وو

تیفا: د رایې ورکونې ۹۸ سلنه مرکزونه پر ټاکلي وخت پرانیستي وو

author avatar
28 Sep 2019 - 19:37
تیفا: د رایې ورکونې ۹۸ سلنه مرکزونه پر ټاکلي وخت پرانیستي وو
author avatar
28 Sep 2019 - 19:37

 

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۸): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا فیفا موندنې ښیي چې د رایې ورکونې ۹۸ سلنه مرکزونه نن پر ټاکلي وخت پرانیستي وو، امنیتي ځواکونه په ۹۹.۵ سلنه پرانیستو مرکزونو کې موجود وو او ۹۸.۸ سلنه کارمندانو پر ټاکلي وخت د رایې ورکونې په محلونو کې حضور درلود.

د ټاکنو بنسټ (تیفا) په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې، راغلي چې دغه بنسټ د ۵۲۰۰ خپلواکو، بېطرفه، مسلکي او روزل شوو ناظرینو په درلودو نن سهار شپږنیمې د هېواد د قوانینو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ په ۳۴ ولایتونو کې  د رایې ورکونې پروسې له مرکزونو خپله څارنه پیل کړه.

سرچینې لیکلي چې د تیفا کارکوونکي په مرکز او ولایتونو کې له خپلو ناظرینو سره دوامداره اړیکه درلوده او لومړني معلومات یې د رایې ورکونې له مرکزونو راټول کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تیفا د ناظرینو د نظارت پر بنسټ، د نوماندانو او سیاسي ګوندونو استازو او پر ټاکنو ناظرو بنسټونو د رایې ورکونې په ۹۳ سلنه محلونو کې حضور درلود.

د تیفا د لاسته راوړنو له مخې، د رایې ورکونې په ۹۶.۸ سلنه محلونو کې حساس او غیر حساس ټاکنیز توکي په مکمل ډول موجود وو او د رایې ورکولو په ۹۸.۹ سلنه محلونو کې د بایومټريک الې موجودې وې.

همداراز سرچینې زیاته کړه چې د تیفا ناظرین، د رایې ورکونې له پرانیستو مرکزونو، سهار شپږنیمې بجې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې خپل نظارت پیل کړ خو د رایې ورکونې په ۲ سلنه ولایتي مرکزونو لکه (فاریاب، هرات، کونړ او غور) کې د مرکزونو د پرانیستو پر وخت ناظرینو ته د نظارت اجازه نه ده ورکړل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، پر ټاکلي وخت په مرکزونو او محلونو کې د کارکوونو نه شتون، ستونزې او امنیتي ګواښونه، د رایې ورکولو مرکزونو ته د حساسو او غیر حساسو توکو نه رسېدل، د مرکزونو د بې وخته پرانیستو لامل دي.

د دغه ټاکنیز بنسټ د معلوماتو له مخې، لویه ستونزه په نوملړ کې د رایې ورکوونکو د نومونو نه شتون دی چې د بایومټریک په الو کې درج شوي دي. د راپورونو له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو د رایې ورکونې ۸۸ سلنه محلونه له دې ستونزې سره مخ وو او خلک ونه توانېدل رایه ورکړي چې زیات شمېر یې بې له رایې ورکولو بېرته را وګرځېدل.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د رایې ورکوونکو په نوملړ کې د ځینو ولایتونو د مرکزونو شمېر، د ځینو تورو نه موجودیت؛ لکه د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د کاموز مکتب د رایې اچونې په مرکز کې چې په لېست کې د ع توري شتون نه درلود.

سربېره پر دې خبرپاڼې زیاته کړې چې د رایې ورکوونکو او هغو خلکو ترمنځ توپیر چې په ساحه کې راټول شوي، هم خبر ورکړل شوی؛ د بېګلې په توګه  د غزني ښار مهاجرینو ښارګوټي د کلینیک د رایې ورکونې مرکز په لېست کې ۳۸۰ کسان شامل دي خو ۲۵۰۰ کسان د رایې ورکونې دغه مرکز ته راغلي او وایي چې نوم لیکنه یې په دغه مرکز کې کړې وه.

تیفا په خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، نیمرز، بدخشان، کابل، تخار، فراه، کندهار او سرپل ولایتونو کې د رایې ورکوونکو، په ځانګړي ډول د ښځو ګډون ډېر کمرنګه ښودلی دی.

دغه راز د تیفا معلومات ښیي چې ښځو د رایې ورکونې په ځینو مرکزونو کې لکه د سمنګان په دره زندان کلي کې د بایومټریک کارکوونکو ته د انځور اخیستو اجازه نه ده ورکړې؛ سره له دې چې تر اوسه له امنیتي وضعیته نسبتاً ښه راپور ورکړ شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي چې د مرکزي او ولایتي کمېسیونونو او د ولسوالیو دفترونو ترمنځ یې همغږي له ستونزو سره مخ کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.