ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خلکو کمرنګه ګډون د ټاکنو پر مشروعيت اغېز نه کوي”

“د خلکو کمرنګه ګډون د ټاکنو پر مشروعيت اغېز نه کوي”

author avatar
28 Sep 2019 - 22:23
“د خلکو کمرنګه ګډون د ټاکنو پر مشروعيت اغېز نه کوي”
author avatar
28 Sep 2019 - 22:23

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): يو شمېر شنونکي او د ټاکنو پر پروسې د څار بنسټونه پر دې باور دي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه کمرنګه وه خو د ټاکنو مشروعيت ته کوم زيان نه پېښوي.

د افغانستان د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه نن (د تلې شپږمه) په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو په ګډون ١٣ کسانو ورته ځانونه نوماند کړي وو.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره شاوخوا ٩،٥ ميليونه کسانو د رايه ورکوونکو په توګه نومليکنه کړې چې له دې شمېرې ډېرو يې د رايې په پروسه کې ګډون کړى دى.

خو د ټاکنو پر پروسې د څار بنسټونه او شنونکي پر دې باور دي چې د امنيتي او کلتورو ستونزو ترڅنګ ځيني نور فکتورونه د دې لامل شول چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټيټه وي.

په دغه راپور کې لومړۍ د سيمې او يو شمېر نورو هېوادونو په ټاکنو کې د ګډون پر شرايطو د برابرو کسانو شمېر او بيا يې د ګډون سلنه (ټرن اوټ) په اړه لنډ بحث کوو، بيا د افغانستان برخې ته راګرځو.

په پاکستان کې په ٢٠١٨ کال کې ١٠٦ ميليونه کسانو د رايه ورکوونکو په توګه نومليکنه کړې وه چې له دې شمېرې څخه ٥١،٦ سلنه کسانو په ټاکنو کې برخه واخيسته.

دغه راز په هندوستان کې د روان کال په ټاکنو کې نهه سوه ميليونه کسانو د رايه ورکوونکو په توګه نومليکنه کړې وه چې له دغه شمېر څخه بيا ٦٧،٤ سلنه کسانو په ټاکنو کې ګډون وکړ.

بنګلدېش هېواد ١٦٤ ميليونه نفوس لري چې له دغه شمېر څخه پنځوس ميليونه يې د رايې ورکولو پر شرايطو برابر دي خو د ٢٠١٨ کال په ټاکنو کې له پنځوس ميليونو کسانو څخه ٨٠ سلنه يې په ټاکنو کې برخه واخيسته.

عراق چې د افغانستان په څېر يو جګړه ځپلى هېواد دى، ٤٠ ميليونه نفوس لري چې ١٥ ميليونه وګړي يې د رايې ورکولو پر شرايطو برابر دي، خو له دې شمېرې څخه ٤٤،٥٢ سلنه وګړو يې د دغه هېواد په تېرو ټاکنو کې ګډون کړى و.

همدارنګه د امريکا متحده ايالتونه څه باندې ٣٢٩ ميليونه نفوس لري چې د ٢٠١٦ کال ټاکنو لپاره يې له دغه شمېر څخه ٨٦،٨ سلنه کسانو د رايه ورکوونکو په توګه نومليکنه کړې وه خو د ټاکنو په ورځ بيا ٥٥،٧ سلنه کسانو برخه واخيسته.

همدارنګه د انګلستان د ٢٠١٧ کال په ټاکنو کې د ټولو رايو ورکوونکو له ډلې څخه ٦٨،٨ سلنه کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.

دغه راز د جرمني ټول نفوس ٨٣،٥ ميليونه دى چې ٧٦،١٥ سلنه کسانو يې د ٢٠١٩ ټاکنو لپاره نوم ليکنه کړې وه خو له دغه شمېر څخه بيا ٦٩،١١ سلنه کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی و.

د ايټاليا هېواد ټول نفوس ٦٠،٥ ميليونه دى چې ٧٣ سلنه کسانو يې د ٢٠١٩ کال ټاکنو لپاره نوم ليکنه کړې وه، خو بيا ٦٥،٢٨ سلنه کسانو يې په ټاکنو کې ګډون وکړ.

دغه راز د بلجيم په وروستيو ټاکنو کې د ټولو رايه ورکوونکو ٨٧،٢ سلنه، د سويډن ٨٢،٦ سلنه، د فرانسې ٦٧،٩ سلنه، د کاناډا ٦٢،١ سلنه او د سويس هېواد ٣٨،٦ سلنه وګړو ګډون کړى دى.

که څه هم چې تر اوسه په افغانستان کې د تلې د شپږمې نېټې په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو کره شمېر او سلنه نه ده په ډاګه شوې، خو دغه مسئله په دغه راپور کې تر يوه بريده څېړل شوې ده.

د خلکو کمرنګه ګډون:

په دې اړه د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) اجرایي مشر یوسف رشيد پژواک ته وويل، د دوى موندنې ښيي چې په نننۍ ټاکنو کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو ګډون کمرنګه و.

هغه وايي: ((په ٢٠١٤ کال کې له دې څخه د خلکو د ګډون کچه لوړه وه او دغه ځل يې شمېر کم دى.))

نوموړي په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون عمده لاملونه امنيتي ستونزې، د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يوځاى د ولايتي شورا ټاکنو نه ترسره کول او د بايومټريک په دستګاه کې ستونزې بولي.

هغه د يوې پوښټنې په ځواب کې وويل: ((د ټاکنو د مشروعيت په اړه په قانون کې څه نه دي ويل شوي چې د رايه ورکوونکو څو سلنه بايد ګډون وکړي، څو ټاکنې مشروعيت پيدا کړي، که نن يو ميليون کسانو هم رايه ورکړې وي، کوم مشکل نه لري.))

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو روڼتيا بنسټ (تيفا) مشر نعيم ايوب زاده پژواک ته وويل، که څه هم امنيتي ستونزې ډېرې نه وې خو د خلکو د ګډون کچه کمرنګه وه.

دى وايي: ((ښه چمتووالى نيول شوى و خو خلکو ښه ګډون ونه کړ او د مشروعيت خبره هم کېداى شي د يوې پوښتنې په توګه مطرح کړو، خو دا مهال نه شو ويلى چې د خلکو د کم ګډون له امله ټاکنې مشروعيت نه لري.))

د خلکو د کم ګډون لاملونه:

د چارو شنونکى انتظار خادم وايي چې په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون پنځه عمده لاملونه لري.

دى وايي، پخوانيو ټاکنو ته په کتلو د خلکو باور پر ټاکنو له منځه تللى؛ ځکه چې د هغوى رايو ته ارزښت نه ورکول کېږي.

د خادم په وينا، کانديدانو سمې برنامې نه لرلې چې رايه ورکوونکي يې هڅولي واى، څو په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ده وويل: ((درېيمه مسئله تخنيکي او لوجستيکي وه، ځينو مرکزونو ته پر وخت مواد ونه رسول شول، ځينو سيمو کې بايومټريک ماشينونو ستونزې لرلې.))

خادم زياته کړه چې د طالبانو ګواښونه او کلتوري ستونزې هم د دې لامل شوې چې د خلکو د ګډون کچه کمه شي.

خو نوموړى بيا د سلنې یا ټرن اوټ په اړه وايي: ((له دې ټولو ستونزو سره سره زما په نظر له ثبت شوو رايه ورکوونکو څخه به ٤٠ سلنه کسانو په نننۍ ټاکنو کې ګډون کړى وي.))

دغه راز يوه بل شنونکي نصرت الله حقپال پژواک ته وويل چې پر ټاکنيزو کمېسيونونو د خلکو بې باوري او په تېرو ټاکنو کې درغلۍ د دې لامل شوې چې په نننۍ ټاکنو کې لږ خلک ګډون وکړي.

دى وايي: ((تېر ځل خلکو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ، خو د امريکايانو له خوا دوه سرى حکومت جوړ شو او د خلکو رايو ته احترام ونه شو؛ نو ځکه خلک دغه ځل له کورونو ونه وتل.))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون: د خلکو د ګډون کچه ښه وه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ د رايې ورکونې پروسې په پای کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې د رایې ورکونې پروسه کې د پام وړ خلکو ګډون کړی و.

دې وويل: ((د دې لپاره چې د خلکو شمېر ډېر و، نو موږ د رايې ورکونې پروسه د دوو نورو ساعتونو لپاره هم وغځوله.))

دغه راز د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا مشر حبيب الرحمن ننګ وايي، تر هغه چې رايې نه وي شمېرل شوې، دوى نه شي ويلى چې څومره کسانو په رايه اچونه کې برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه: ((زموږ تخنيکي همکاران لګيا دي، رايې شمېري، يو دقيق ارقام به خلکو ته وړاندې کړو، اوس له وخته وړاندې ده چې په دې اړه خبرې وکړو.))

خو ننګ هم وايي چې د دوى د ارزونو له مخې، ډېرو کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې او دوى ته يې ګډون د منلو وړ دى.

د يادونې ده، د افغانستان په قوانينو کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې او يا هم مشروعيت او نه مشروعيت په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو د اساسي قانون په ٦١مه ماده کې ويل شوي چې جمهور رييس د رايې وركوونكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو وركولو له لارې په سلو كې تر پنځوسو د زياتو رايو په ترلاسه كولو سره ټاکل کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.