ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی

کندوز کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی

author avatar
28 Sep 2019 - 16:28
کندوز کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی
author avatar
28 Sep 2019 - 16:28

کندوز ښار (پژواک، ٦ تله ٩٨): د کندوز حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يو ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوى دى.

د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د تلې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ځانمرګي چې چاودېدونکي توکي يې پر یوه بايسکل ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې پر رايه اچوونکو بريد وکړي، موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوى د‌ى.

هغه وايي: ((خوشبختانه هدف ته له رسېدو وړاندې په لاره کې پرې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او خپله بریدګر په کې وژل شوی دی.))

د هغه په وينا، په دې پېښه کې یواځې ځانمرګی بریدګر وژل شوی او نور چا ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

دى زياتوي: ((په کندوز ولایت کې طالب وسله والو د ولس ملي ارادې د مخنیوي په موخه يې په ړندو راکېټونو او هاوانونو سره غوښتل چې د دې ملي بهیر مخنیوی وکړي، خو سخته ماته يې وخوړه.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو دې ډلې د يوې اعلاميي په خپرولو سره ويلي چې طالبانو نن د ټاکنو پر پروسې ٣١٤ لوى او کوچني بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ګڼو حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، نن په ټول هېواد د ولسمشر د ټاکل کېدو په موخه ټاکنې روانې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.