کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): د ټاکنو خپواک کمېسیون لومړني معلومات ښیي چې د رایې ورکولو ۹۸ سلنه مرکزونه، د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستي وو او ددې مرکزونو له ۹۸.۹ سلنه بایو مټریک ماشینونو بې له کومې ستونزې ګټه اخيستل شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې او پنځلس دقیقې وویل چې د رايې ورکولو بهیر، د مازدیګر پنځه بجې په ټول هېواد کې بې له هغو مرکزونو چې په هغه کې رایه ورکونکي د رایې ورکولو په تمه ولاړ دي؛ پای ته ورسېد.
هغې نننۍ ولسمشریزې ټاکنې له ټولو مخکنيو ټاکنو ښې وبللې او زیاته یې کړه:«له نېکه مرغه موږ نن د رڼو ټاکنو د بهیر شاهدان وو.»
د نوموړې په خبره، د لومړنیو معلوماتو له مخې، تېره ورځ ۹۸ سلنه د رایې ورکولو مرکزونه د رایې ورکوونکو پرمخ پرانیستي وو او د رایې ورکولو په مرکزونو کې د ټاکنو کمېسیون ۹۹.۸ سلنه کارکونکي موجود وو.
د نوریستانۍ په خبره، د رایې ورکولو په ۹۸.۹ سلنه مرکزونو کې د بابومټریک ماشینونه موجود وو چې بې له کومې ستونزې ترې ګټه واخيستل شوه .
هغې همدارنګه وویل چې د رایې ورکولو ۹۶ سلنه مرکزونو ته، حساس او غیر حساس توکي رسېدلي وو او ورڅخه ګټه اخیستل شوې.
نورستانۍ زیاته کړه چې د رایې ورکولو په ۹۹.۵ سلنه مرکزونو کې امنیتي ځوکونو امنیت ساتلی و.
دې همداراز وویل چې د رایې ورکولو په لړ کې یوڅه کمی موجود و، چې وروسته بې یې له ملت سره شریک کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو مشر محمد رفيع صدیقي، له رسنیو وغوښتل ترڅو چې پایلې نه وي اعلان شوې، د ټاکنو په اړه دې له سروې ګانو ډډه وکړي.
د ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکولو بهیر، نن په هېواد کې ترسره شو او خلکو د ولسمشرۍ دیارلس نوماندانو ته رایه ورکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره، تر ۹ ميلیونو ډېرو کسانو نوملیکنه کړې وه؛ خو تراوسه په ټاکنو کې د ګډون کوونکو ښکاره شمېر نه دی معلوم.
د ټاکنو ځینو ناظرو ډلو، د رایې ورکوونکو په نوملړ کې ستونزې، د یوشمېر بایومټریک ماشینونو غیر فعالېدل، د رایو ورکولو په مرکزونو کې د محل د کارمند په توګه د کم عمره کسانو ګومارل، له ګوتو د رنګ پاکېدل او د رایې ورکولو په وخت کې په اجباري ډول د ښځو انځور اخیستل، په ټاکنو بهیر کې تخنیکي ستونزې بللې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن