ښرنه (پژواک، ٧ تله ٩٨): د پکتيکا چارواکو سربېره پردې چې د ټاکنو په ورځ د امنيتي ځواکونو سرښندنې ستايي، وايي چې په ياده ورځ په مرکز او ولسواليو کې يې له وسله والو طالبانو سره نښتې هم کړې دي.
که څه هم د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په پرتله دا ځل د خلکو ګډون کمرنګه و، خو خلکو په دې ولايت کې له زياتو ګواښونو سره سره په ټاکنو کې برخه واخيسته.
د پکتيکا والي ډاکټر مجيب الرحمن ځمکني په دې اړه خبري ناسته کي وويل، د پکتيکا امنيتي سرتېرو د ټاکنو د ملي پروسې امنيت ساتلی و، چې خلکو په ارام زړه د خپلې خوښې نوماند ته رايه وکاروله.
هغه زياته کړه، د دې ولايت اوسېدونکو په داسې حال کې په ټاکنو کې برخه واخيسته چې وسله والو طالبانو په مرکز او څو ولسواليو هاوانونه وتوغول او ان جګړې يې وکړې، خو خلکو له ټولو تهديدونو سره سره په ټاکنو کې ګډون وکړ.
د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي وويل، امنيتي ځواکونو په پکتيکا کې په ټوله کې د ټول ولايت او په ځانګړي ډول د ۱۶۶ سايټونو امنيت په کلکه ساتلی و.
د ده په وينا، طالبانو په برمل، يحيى خېلو، مټاخان، سرروضې، سروبي او نورو ولسواليو بريدونه وکړل چې لوی بريد يې د زيړوک ولسوالۍ د سرې ميدان بريد و چې د ملی اردو او پوليسو له لوري په شا وتمبول شو.
نيازى وايي، د ټاکنو په ورځ په دې ولايت کې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې ۸ وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر دويمې پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل حيدرزي وويل، وسله وال طالبان د خبرپاڼو او شپې پاڼو په خپرولو سره ونه توانېدل چې خلک له ټاکنو منع کړي.
د هغه په خبره، وسله والو طالبانو په زيړوک ولسوالۍ د سري ميدان په کمپاين ډله ييز بريد وکړ چې سيمې ته د مرستندويه ځواکونو په رسېدو سره ۸ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي په يادو بريدونو کې د يوه پوليس د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.
وسله والو طالبانو بيا ويلي چې د ټاکنو په پروسه کې کم شمېر خلکو برخه اخيستې او په ډېری ولايتونو کې يې بريدونه کړي چې امنيتي سرتېرو ته يې تلفات هم اړولي دي.
تېره ورځ (د تلې ٦مه) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن