لښکرګاه (پژواک، ٧ تله ٩٨): د هلمند چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٦ طالبان وژل شوي او پنځه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې د هلمند والي محمد ياسين خان تېره شپه ناوخته د هغې غونډې پرمهال وکړې چې د دغه ولايت امنيتي مسوولينو او د ټاکنو کمېسيون رييس يې هم حضور درلود.
والي وويل چې د ټاکنو په ورځ امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د ٣١ بريدونو مخه نيولې، خو په ځينو ځايونو کې يې جګړې هم کړې دي.
د نوموړي په وينا، په يادو جګړو کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دمحمد ياسين خان د معلوماتو له مخې، طالبانو پرون پر مرکز لښکرګاه او ولسواليو اووه توغندي توغولي چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او د يوه ماشوم او دوو ښځو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز په دغه غونډه کې د هلمند امنيه قوماندان سمونمل حسام الدين هلمندي او د ٢١٥ ميوند قول اردو د سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال ظاهر مقبل وويل چې د ټاکنو امنيت په بشپړه توګه تامين و او خلکو په ارامه زړه خپلې رايې وکارولې.
همدارنګه په ياده غونډه کې د هلمند د ټاکنو کمېسيون مشر شبيراحمد حامد وويل چې د رايې ورکولو په پروسه کې د خلکو ګډون د پام وړ و خو د مخابراتي ستونزو له امله يې کره شمېره نه شي په ډاګه کولى.
ده وويل: ((درغلي نه ده شوې، چا مداخله هم نه ده کړې، په پيل کې مو تخنيکي ستونزې درلودې چې هغه هم ژر حل شوې.))
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د هلمند په بېلابېلو سيمو کې حکومتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د طالبانو د ګواښ له امله په ډېرو سيمو کې خلکو په ټاکنو کې ګډون هم نه دى کړى.
د يادونې ده چې تېره ورځ په ټول هېواد کې د راتلوونکي ولسمشر د ټاکلو په موخه ټاکنې ترسره شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن