ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ٢ ميليونه ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايه کارولې ده

په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ٢ ميليونه ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايه کارولې ده

author avatar
29 Sep 2019 - 20:21
په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ٢ ميليونه ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايه کارولې ده
author avatar
29 Sep 2019 - 20:21

کابل (پژواک، ٧ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د ولسمشريزو ټاکنو د رايې اچولو په بهير کې د بېلا بېلو ولايتونو په ۳۷۳۶ مرکزونو کې دوه ميليونه، ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايه اچولې ده.

دغه معلومات، نن ماخوستن د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکو په ګډ خبري کنفرانس کې ورکړل.

د دې کميسيون مرستيال عصمت الله مل وويل، په کابل کې ٤٥٨٥٤٩ کسانو، باميانو کې ٨٤١٢٤ کسانو، بلخ کې ٧٤٤٤١ کسانو، خوست کې ٩٣٢٠٥ کسانو، دايکنډي کې ١١٤٣١٠ کسانو، کندهار کې ١٨٢٥٤٠ کسانو، ننګرهار کې ٢٥٤٨٧١ کسانو، هرات کې ١٠٤٤٥٩ کسانو برخه اخيستې ده.

نوموړي همداراز د ځينو ولايتونو په مرکزونو کې کارول شويو رايو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ده زياته کړه، د بدخشان، تخار، فارياب، کندوز او فراه سره يې اړيکه تراوسه پورې د مخابراتي شبکو د انتنونو د قطع کېدو له امله نه ده شوې.

تېره ورځ په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، چې له ۱۸ ثبت شويو نوماندانو څخه د ۱۳ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزه سیالي ترسره شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.