تالقان (پژواک، ٨ تله ٩٨): د تخار امنيتي مسوولين وايي چې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې د تخار د والي وياند جواد هجري د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسې د دغه ولايت په بهارک او خواجه غار ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.
ده وويل چې تېره شپه په بهارک ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو سهوا د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
بهرنيو ځواکونو تر اوسه د بهارک د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
بل لورته ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړي چې د تخار بهارک او خواجه غار ولسواليو سقوط کړى دى.
خو د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په يادو ولسواليو جګړه روانه ده او د سقوط خبره يې حقيقت نه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو جګړو پرمهال تر اوسه ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي: ((امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ په خپل کنټرول کې کړي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن