ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۱۲ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

خوست کې د ۱۲ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
30 Sep 2019 - 16:29
خوست کې د ۱۲ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
30 Sep 2019 - 16:29

خوست ښار (پژواک، ۸ تله ۹۸): خوست کې د  ٨٢،٥ میلیونه افغانيو په لګښت د ۱۲ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې.

د ښوونځيو دغه ودانۍ د خوست په څلورو بېلابېلو ولسواليو دومنده، تڼي، ځاځي ميدان او سپېره کې جوړيږي.

ولايتي چارواکو په همدې تړاو د دوه منده په ولسوالۍ کې جوړو شويو مراسمو ته وويل چې د يادو ۱۲ ودانيو ترڅنګ د شپږو نورو  د ترميم چارې هم پيل شوې دي.

د خوست والي محمدحليم فدايي ددغو ودانيو د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغې پروژې په تکميل سره به په يادو سيمو کې تر ډېره د زده کونکو د سرپنا ستونزه حل شي.

نوموړي وويل چې ددغو ودانيو او ترميم چارې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

والي حليم فدايي خپلو خبرو کې همد اډول د سيمې له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې له کارونو يې نظارت او څارنه وکړي.

د هغه په خبره چې د بيارغونې دغه پروژه د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت د اقرا‌ء برنامې په چوکاټ کې جوړيږي.

ورته مهال د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس عاشق الله اخلاص يار پژواک خبري اژانس ته وويل چې اړتيا ته په کتو به د خوست په نورو سيمو کې هم د زده کوونکو د سرپنا لپاره د ودانيو جوړولو کارونه پيل شي.

نوموړي له خلکو هم غوښتنه وکړه او ويې ويل، د مرکز ترڅنګ په هغو لرې پرتو سيمو کې چې د ښوونځيو زده کوونکي له سرپنا بې برخې وي، د پوهنې رياست له لارې دې دوی ته مراجعه وکړي.

د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۱۱۰ ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغوی وايي چې ددغو ودانيو په جوړېدو سره به په دغه ولايت کې تر ډېره د زده کونکو د سرپنا ستونزه حل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.