ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ټاکنو کارکوونکو د خوشې کولو هڅو پایله نه لرله

پروان کې د ټاکنو کارکوونکو د خوشې کولو هڅو پایله نه لرله

author avatar
30 Sep 2019 - 19:36
پروان کې د ټاکنو کارکوونکو د خوشې کولو هڅو پایله نه لرله
author avatar
30 Sep 2019 - 19:36

چاریکار (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو کارکوونکو د خوشي کولو لپاره هڅې چې د ټاکنو په ورځ د پروان له شینوارو ولسوالۍ تښتول شوي وو، روانې دي؛ خو تراوسه يایله نه لري.

په پروان ولایت کې مسوولې سرچینې وایي، طالبانو اته کسان چې د شینوارو ولسوالۍ په نمک آب سیمه کې د رایې ورکولو د مرکز کارکوونکي وو، د ټاکنو ورځې په ماښام (د تلې په شپږمه) د طالبانو له خوا تښتول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو سرچینو پرون ویلي وو، چې اووه کسان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، یو تن د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون او له ۱۲ تر ۱۷ د ټاکنیزو ډلو او نوماندانو ناظرین هم په تښتول شوو کسانو کې شامل دي.

مسوولانو نن په داسې حال کې له پژواک سره په خبرو کې وویل، چې یواځې د ټاکنو کمېسیون اته کارکوونکي تښتول شوي دي. یوه ځایي سرچینه وایي چې د ټاکنو له تښتول شوو کسانو سره لس تنه ناظرین هم بېول شوي دي.

د پروان د شینوارو ولسوال قاضي اکوګل احمدي وویل: «طالبانو د ټاکنو اته تنه کارکوونکي بېولي دي، په دوی کې [په دغو اتو کسانو کې]  ناظرین شامل نه دي، د ماښام له شپږو بجو وروسته کله چې سایټ وتړل شو، د کور خواته تلل چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې [د نمک آب] د مرکز رایې پرون د پروان ولایت مرکز ته استول شوې دي.

ولسوال چې مخکې له غرمې شاوخوا یوولس بجې یې خبرې کولې، وویل، د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو د راخوشي کولو لپاره سپین ږیري طالبانو ته ورغلي وو، طالبانو ژمنه ورسره کړې وه چې تښتول شوي کسان خوشي کوي؛ خو تراوسه نه دي خوشي شوي.

هغه زیاته کړه چې د سیمې شاوخوا ۳۰ تنه سپن ږیري د دوهم ځل لپاره طالبانو ته ورغلي څو تښتول شوي کسان خوشي کړي.

په پروان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر رئیس عبدالقهار وهاب پرون پژواک ته ویلي و چې اته تنه د ټاکنو خپلواک او یو تن د ټاکنو شکایاتو کمېسیون کارکوونکي طالبانو له ځان سره بېولي دي.

هغه د څارونکو د تښتېدو په اړه ویلي و: «زه ښه نه پوهېږم، څوک وایي ۱۸ کسان دي او ځینې وایي چې ۱۲ کسان دي؛ خو زه دقیق نه یم خبر، شمېر یې نه دی راته معلوم او نه پوهېږم چې څوک دي.»

خو وهاب صافي نن وویل، اته کسان چې تښتول شوي، ټول د ټاکنو کمېسیون کاکوونکي دي.

هغه زیاته کړه: «هغه سپین ږیري چې د تښتول شوو د خوشي کولو لپاره طالبانو ته ورغلي، طالبانو ویلي وو چې د دې کسانو راپور مرکز ته رسېدلی، امکان نه لري چې خوشي شي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.