ایبک (پژواک، ۹ تله ۹۸): د سمنګان د مرکز ایبک اړوند د لرغان کلي د هلکانو ښوونځي ته د ۹ اعشاریه درې ميلیونه افغانو په لګښت نوې ودانۍ جوړېږي.
د سمنګان د پوهنې ريیس نن د یاد ښوونځي ودانۍ د کار د پیل په مراسمو کې وویل چې دغه ودانۍ ۱۲ ټولګي او اداري خونې، کمپیوټر، لابراتوار او نور اړوند ملحقات په نظر کې نیول شوي دي.
د هغه په خبره چې په دغه ښوونځي کې دمګړۍ ۱۳۰۰ هلکان په یوه غیر معیاري ودانۍ کې زده کړې کوي.
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي د دې پروژې له ترسره کوونکي وغوښتل چې د ښوونځي ودانۍ په جوړولو کې له ښه کیفیت لرونکو توکو ګټه واخلي او له تړون سره سم کار پر مخ بوځي.
د سمنګان د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې چې د دغه ولایت په ۳۰۰ ښوونځیو کې ۱۱۹زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو ښوونځیو له ډلې ۲۰۶ یې ودانۍ لري او ۹۴ نور یې د ودانۍ نه درلودو له امله په کرایي ودانیو او یو شمېر نور یې تر خېمو لاندې زده کړې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن