ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تر اوسه د ولسوالیو له ۹۳ سلنه ډېر ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي”

“تر اوسه د ولسوالیو له ۹۳ سلنه ډېر ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي”

author avatar
1 Oct 2019 - 14:43
“تر اوسه د ولسوالیو له ۹۳ سلنه ډېر ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي”
author avatar
1 Oct 2019 - 14:43

کابل (پژواک، ۹ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دغه کمېسیون کې د ټاکنو د ناظرینو د نه شتون په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې تر اوسه له ولسوالیو تر ۹۳ سلنه ډېر ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالاننشا رئیس حبیب الرحمن ننګ پژواک خبري اژانس ته وویل، کمېسیون ۴۳۵ ولسوالیو ته ټاکنیز توکي رسولي وو چې تر اوسه د ۴۰۷ ولسوالیو ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکز ته رسېدلي، خو د پاتې ۲۸ نورو ولسوالیو توکي تر اوسه د ولایتونو مرکزونو ته نه دي رسېدلي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د ټولو ولسوالیو ټاکنیز توکي د تلې تر ۱۳مې نېتې کابل ته راوړل شي.

ننګ وایي، د کابل ټول توکي د کمېسیون دفتر ته رسېدلي او په ګودامونو ګې ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل، کله چې له مرکز او ولایتونو ټاکنیز توکي کمېسیون ته رسېږي، ناظرین باید ترې نظارت وکړي او ټول توکي چې له ولایتونو کابل ته استول کېږي، هغه بدرګه کړي او له ټول بهیره لیدنه وکړي، خو له ټاکنو درې ورځې تېریږي چې تر اوسه ناظرین نه لیدل کېږي او بهیر یې له ستونزې سره مخ کړی.

هغه زیاته کړه: «زموږ ټول بهیر د تلې په اتمه تیار و، خو تر اوسه موږ د ناظرینو د راتګ انتظار وکړ، دغه بهیر نن پیلوو او ناظرینو ته وایو چې هر څومره زر ځانونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ور ورسوي، د ناظرینو لپاره ټولې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.»

ننګ وایي: «که ناظرین خپل مسوولیت ته پام وکړي او له ټول بهیره لیدنه وکړي، موږ تیار یو څو پر وخت پایلې اعلان کړو، خو که دوی را نه شي، زموږ پر بهیر به هم اغېز وکړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د رایو ورکونې په ۳۷۳۶ مرکزونو کې له دوه ميلیونه ډېرې رایې کارول شوې دي.

خو ننګ وایي، په ټاکنو کې د رایو ورکوونکو د ګډون شمېر یې د ايمېل او ټیلېفون له لارې ترلاسه کړی چې بدلون به په کې راشي.

هغه زیاته کړه چې د رایې ورکوونکو لومړۍ پایلې به د تلې په ۲۷مه اعلان کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.