ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د جګړو له امله درې زره کورنۍ بېځايه شوې دي

په بلخ کې د جګړو له امله درې زره کورنۍ بېځايه شوې دي

author avatar
2 Oct 2019 - 14:44
په بلخ کې د جګړو له امله درې زره کورنۍ بېځايه شوې دي
author avatar
2 Oct 2019 - 14:44

په بلخ کې د جګړو له امله درې زره کورنۍ بېځايه شوې دي

مزارشريف (پژواک، ۱۰ تله ۹۸): د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د روانو جګړو له امله په روان کال کې شاوخوا درې زره کورنۍ بېځایه شوې دي.

د بلخ د کډوالو چارو رييس سيد محمد مسعود قادري د تلې په ۱۰مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په روان کال کې د مزارشريف ښار ته له نا امنو ولسواليو او شاوخوا ولايتونو ۳زره کورنۍ را کډوالې شوې دي.

د هغه په وينا، په يادو بېځايه شوو کورنيو کې يواځې ۸۰۰ يې د بلخ د يو شمېر نا امنو ولسواليو دي چې خپل کورونه يې د جګړې له ويرې پرېيښي دي.

قادري وويل: ((چمتال، چهاربولک، شولګر، زاري او دولت اباد هغه ولسوالۍ دي چې جګړې په کې زياتې دي، له همدې امله زيات شمېر خلکو په يادو سيمو کې خپل کورونه پرېيښي او د مزار ښار ته راغلي دي.))

د بلخ د کډوالو چارو رييس وايي چې يادې ادارې د ۱۳۹۸ لمريز مالي کال په جریان کې تر دې دمه شاوخوا ۱۶۰۰۰ بېځايه شوې کورنۍ د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې نيولې دي.

نوموړی وايي، څومره چې جګړه زياتېږي، ورسره د کډوالو او داخلي بېځايه شوو په شمېر کې هم زياتوالی راځي.

قادري وايي، هغه وخت چې دوی ته د کومې نوې بېځايه شوې کورنۍ راپور ورسېږي، نو سمدستي يې د سروې ټيمونه سيمې ته اعزامېږي، څو معلومه کړي چې ايا ياده کورنۍ د مرستې مستحق ده او کنه.

هغه زياتوي چې د سروې ټيمونو له راپور وروسته که بېځايه شوې کورنۍ، که رښتيا هم مرستې ته اړتيا ولري، دوی يې بيا  د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې نيسي.

د قادري په خبره، په روان ۹۸ لمريز کال کې هېواد ته له بهرنيو ملکونو د بېرته راستنو شوو افغانانو ۵۰۰ قضيې هم ثبت شوې دي.

نوموړي وويل چې د بلخ د کډوالو چارو رياست دا وړتیا لري چې له اړمنو کورنيو سره مرستې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.