کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، که چېرې د سولې پروسې پر مهال تاوتريخوالى ونه درېږي، نو دا د افغانانو لپاره سوله نه ده.
د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب دغه څرګندونې پرون په امريکا کې د بهرنيو اړيکو شورا کې په يوه ناسته کې کړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د سولې لپاره مذاکرات او خبرې اترې اړتیا ده، خو ورسره اوربند، د تاوتريخوالي کمول او ثبات رامنځته کول هم مهم دي.
نوموړي زياته کړه چې لومړى بايد د سولې او له سولې وروسته حالاتو لپاره يوه ستراتيژي موجوده وي.
د ملي امنيت سلاکار دغه راز وويل چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې امريکا او طالبان پر مذاکراتو بوخت دي خو د دې ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید له ترهګرۍ سره مبارزه څه ډول وشي، د امريکا او افغانستان ترمنځ امنيتي همکاري څه ډول دوام پیدا کړي؟
ډاکتر محب وايي چې سوله د افغانانو او افغان حکومت لومړيتوب دى، غواړي چې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وشي.
ده زياته کړه چې له طالبانو سره په خبرو کې به د هغوى پر بنديانو، پر مشرانو د بنديزونو په اړه یې، د هغوى پر سياسي برخليک او له افغان حکومت او ټولنې سره د هغوى پر يو ځاى کېدو خبرې کېږي.
خو نوموړى وايي، دا پوښتنه لا پر ځاى ده چې له مذاکراتو وروسته به د طالبانو د بهرنيو ملګرو او وسله والو برخليک څه کېـږي.
محب د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه وويل چې د طالبانو پر ګواښونو سربېره هم په ښه او سوله ييز ډول ترسره شوې.
هغه وايي، د طالبانو له سختو ګواښونو سره سره افغان امنيتي ځواکونو په مېړانې سره د ټاکنو امنيت ټينګ کړ او ميليونونو کسانو خپلې رايې وکارولې.
نوموړي د افغان ځواکونو د روزنې، مرستې او همکارۍ او د ټاکنو په امنيت کې د مرستو له امله له امريکا او ناټو مننه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن