مزارشريف ( پژواک، ۱۱تله ۹۸) : بلخ کې د تېرو او روانو جګړو له امله يو شمېر معيوب شويو کسانو د يوې غونډې پر مهال په هېواد کې د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.
د جګړې دغه قربانيان چې د تلې په ۱۱مه، يوه غونډه کې راټول شوي وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه، چې اوسنيو شرايطو کې دې سولې ته پر هر څه لومړيتوب ورکړل شي.
مزارشريف کې د معلولينو او معيوبينو د ټولنې منشي مېرمن زهرا محمدي پژواک ته وويل چې د روانو جګړو له امله په هېواد کې ورځ تر بلې د معلولينو شمېر په زياتېدو دی.
هغې زياته کړه، په ۲۰۱۵ کال کې د يوې سروې له مخې د افغانستان د مجموعي نفوس له ۷ سلنې څخه ډېر يې معلول يا معيوب وو، چې په خبره يې اوس ښايي دغه شمېر دوه برابره شوى وي.
مېرمن محمدي وويل: (( له هر انفجار، انتحار او بمبارد څخه وروسته طبيعي خبره ده، چې د معلولينو او معيوبينو شمېر زياتېږي)).
د هغې په وينا، که څوک غواړي چې په هېواد کې د وژنو، قربانۍ او معلول کېدو مخه ونيول شي؛ نو د سولې لپاره دې هلې ځلې وکړي.
محمدي وايي، د روانو جنګي حالاتو له امله څوک د معلولينو پر توانايي هم باور نه کوي، ځکه خو دغه قشر په سختو شرايطو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
لطيفه تلاش د بلخ د خلم ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په دوه کلنۍ کې يې د جګړې له امله يو پښه پرې شوې او همدا راز يې د مخ ځينې برخې سوځېدلې دي.
هغې پژواک ته وويل، له معيوب کېدو وروسته يې حتی د کورنۍ غړي هم د دې په کيسه کې نه شول او په خبره يې چې ډېری وخت به نورو خلکو ته احتياجه وه.
نوموړې زياتوي، په کور کې به ترونو او د تره زامونو او لوڼو ورسره د مرستې پر ځای په دې ريشخند واهه او ستونزې يې ورته جوړولې.
لطيفه وايي چې دا د ژوند سختيو ته تسليم نه شوه او په خپلو هڅو يې ښوونځی پيل کړ، چې اوس په لسم ټولګي کې ده.
هغه په داسې حال کې چې د تور ټيکري په پېڅکه يې خپلې سترګې پاکولې پژواک ته وويل: (( ډېره سخته ده، چې يوه پښه مې پرې ده، مخ مې سوځېدلی، ډېری وخت له ژونده مايوسه شم؛ خو بېرته ځانته ډاډ ورکوم)).
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن