کابل (پژواک، ١١ تله ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس د غونډو تالار کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
سرچينه زياتوي، جمهور رئیس غني یادو مراسمو ته د وینا او د زړه سل بستریز روغتون د مبارکۍ پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد او ټولو هیوادوالو ویاړونه وبلل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: "ستاسو د هر یوه زړه زما زړه ته نېغه لاره لري او ستاسو زړونه چې شپه او ورځ هیواد ته د کار او خدمت لپاره تپېږي، د لا زیاتې قدردانۍ ترڅنګ یې له دې وروسته په کوردننه درملنه کېږي."
نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون قراردادي شرکت دې وهڅوي چې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړې کړي او همدارنګه دې په مسلکي پرسونل د پانګونې ترڅنګ له ملي تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ د یاد روغتون لپاره ټول د اړتیا وړ وسایل او لوازم برابر شي.
غني له ډاکټر حشمت الله نوابي څخه د دغه روغتون د نظر او وړاندیز او له دې امله مننه وکړه چې د غازي امان الله خان روغتون یې په یوه نمونه یي روغتون بدل کړی دی. همدارنګه یې هیله څرګنده کړه چې د پولیسو روغتون هم ژر تر ژره په یو نمونه یي روغتون بدل شي.
هغه د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو رئیس ته وویل چې د روغتونونو د لا ښه والي او تجهیز په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول له جمهوري ریاست سره شریک کړي.
ده زیاته کړه، د نظامي روغتونونو روغتیایي خدمات ښه شوي، مګر په ملکي روغتونونو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
ولسمشر د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري تصادفي نه، بلکې د دوی د پرله پسې هلوځلو لاسته راوړنه وبلله او هغوی ته په خطاب کې يې وويل: "تاسو په وروستیو دوه میاشتو کې په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ثابته کړه چې د نظام ساتونکي او د جمهوریت ملاتړي یاست."
نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو هیوادوالو ته د نورو د توقع برخلاف او د طالبانو د تهدیدونو باوجود، د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله.
اشرف غني د افغانستان د طبي شورا د مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل هلو ځلو ته په اشارې کولو په ټینګار سره وویل، د دوی له لوري غوره شوي نورمونه او معیارونه باید تطبیق او هر ډاکټر د صحي بورډ له لوري د فعالیت جواز ولري او سویه یې تثبیت شي، ځکه د ډاکټر تېروتنه نه جبرانېدونکې ده.
د خبرپاڼې په حواله، د ملي امنیت عمومي ریاست د ودانیو رئیس حبیب الرحمن روشان د دغې پروژې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دغه روغتون په دیارلس جریبه ځمکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونو کې په نړیوالو نورمونو جوړېږي. دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه تر لسو پوړونو پورې د لوړولو او دوه سوه بستریز روغتون ته د ارتقا ظرفیت لري.
نوموړي څرګنده کړه، ملي تدارکاتو ادارې له صفت ساختماني شرکت سره د ۳۵۷،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یاد روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په درې کلونو کې یې چارې بشپړېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن