د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د جګړې له امله معيوب شوو کسانو د جګړې بندېدو غوښتنه وکړه

بلخ کې د جګړې له امله معيوب شوو کسانو د جګړې بندېدو غوښتنه وکړه

Oct 03, 2019 - 16:31

مزارشريف ( پژواک، ۱۱تله ۹۸) : بلخ کې د تېرو او روانو جګړو له امله يو شمېر معيوب شويو کسانو د يوې غونډې پر مهال په هېواد کې د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.

د جګړې دغه قربانيان چې د تلې په ۱۱مه، يوه غونډه کې راټول شوي وو، همدا راز يې غوښتنه وکړه، چې اوسنيو شرايطو کې دې سولې ته پر هر څه لومړيتوب ورکړل شي.

مزارشريف کې د معلولينو او معيوبينو د ټولنې منشي مېرمن زهرا محمدي پژواک ته وويل چې د روانو جګړو له امله په هېواد کې ورځ تر بلې د معلولينو شمېر په زياتېدو دی.

هغې زياته کړه، په ۲۰۱۵ کال کې د يوې سروې له مخې د افغانستان د مجموعي نفوس له ۷ سلنې څخه ډېر يې معلول يا معيوب وو، چې په خبره يې اوس ښايي دغه شمېر دوه برابره شوى وي.

مېرمن محمدي وويل: (( له هر انفجار، انتحار او بمبارد څخه وروسته طبيعي خبره ده، چې د معلولينو او معيوبينو شمېر زياتېږي)).

د هغې په وينا، که څوک غواړي چې په هېواد کې د وژنو، قربانۍ او معلول کېدو مخه ونيول شي؛ نو د سولې لپاره دې هلې ځلې وکړي.

محمدي وايي، د روانو جنګي حالاتو له امله څوک د معلولينو پر توانايي هم باور نه کوي، ځکه خو دغه قشر په سختو شرايطو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

لطيفه تلاش د بلخ د خلم ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په دوه کلنۍ کې يې د جګړې له امله يو پښه پرې شوې او همدا راز يې د مخ ځينې برخې سوځېدلې دي.

هغې پژواک ته وويل، له معيوب کېدو وروسته يې حتی د کورنۍ غړي هم د دې په کيسه کې نه شول او په خبره يې چې ډېری وخت به نورو خلکو ته احتياجه وه.

نوموړې زياتوي، په کور کې به ترونو او د تره زامونو او لوڼو ورسره د مرستې پر ځای په دې ريشخند واهه او ستونزې يې ورته جوړولې.

لطيفه وايي چې دا د ژوند سختيو ته تسليم نه شوه او په خپلو هڅو يې ښوونځی پيل کړ، چې اوس   په لسم ټولګي کې ده.

هغه په داسې حال کې چې د تور ټيکري په پېڅکه يې خپلې سترګې پاکولې پژواک ته وويل: (( ډېره سخته ده، چې يوه پښه مې پرې ده، مخ مې سوځېدلی، ډېری وخت له ژونده مايوسه شم؛ خو بېرته ځانته ډاډ ورکوم)).

نوموړې  زياتوي، د ښوونځي تر څنګ يې د غاليو اوبدلو کسب هم زده کړی او له دې لارې خپل مصارف پوره کوي.

د هغې په خبره، روانې جګړې به د دې په څېر د ډېرو نورو ځوانانو څخه قرباني اخيستي  او ناهيلي کړي به يې وي.

لطيفه اوس د جګړې ضد ذهنيت خورولو په موخه تبليغ کوي او خلکو ته د جنګ د زيانونو په تړاو معلومات ورکوي.

هغې له طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې جګړه بنده کړي او د سولې مذاکراتو ته سره کېني.

د مزارشريف يوه بله معلوله اوسېدونکې مېرمن ثريا هم وايي چې اوسنيو شرايطو کې بايد سولې ته پر هر څه لومړيتوب ورکړي.

هغې وويل: (( د انتخاباتو لپاره سوله خرابه شوه، خلک بيا هم لاړل رايه يې وکاروله؛ خو ښکاري چې بيا ټاکنيز جنجالونه زياتېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې اوس بايد سولې ته لومړيتوب ورکړل شي)).

د دې په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو روانه جګړه له افغانانو څخه قرباني اخلي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement