د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امنیتي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د امنیتي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Oct 03, 2019 - 17:42

کابل (پژواک، ١١ تله ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس د غونډو تالار کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.  

سرچينه زياتوي، جمهور رئیس غني یادو مراسمو ته د وینا او د زړه سل بستریز روغتون د مبارکۍ پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد او ټولو هیوادوالو ویاړونه وبلل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: "ستاسو د هر یوه زړه زما زړه ته نېغه لاره لري او ستاسو زړونه چې شپه او ورځ هیواد ته د کار او خدمت لپاره تپېږي، د لا زیاتې قدردانۍ ترڅنګ یې له دې وروسته په کوردننه درملنه کېږي."

نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون قراردادي شرکت دې وهڅوي چې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړې کړي او همدارنګه دې په مسلکي پرسونل د پانګونې ترڅنګ له ملي تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ د یاد روغتون لپاره ټول د اړتیا وړ وسایل او لوازم برابر شي. 

غني له ډاکټر حشمت الله نوابي څخه د دغه روغتون د نظر او وړاندیز او له دې امله مننه وکړه چې د غازي امان الله خان روغتون یې په یوه نمونه یي روغتون بدل کړی دی. همدارنګه یې هیله څرګنده کړه چې د پولیسو روغتون هم ژر تر ژره په یو نمونه یي روغتون بدل شي.

هغه د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو رئیس ته وویل چې د روغتونونو د لا ښه والي او تجهیز په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول له جمهوري ریاست سره شریک کړي.

ده زیاته کړه، د نظامي روغتونونو روغتیایي خدمات ښه شوي، مګر په ملکي روغتونونو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

 ولسمشر د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري تصادفي نه، بلکې د دوی د پرله پسې هلوځلو لاسته راوړنه وبلله او هغوی ته په خطاب کې يې وويل: "تاسو په وروستیو دوه میاشتو کې په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ثابته کړه چې د نظام ساتونکي او د جمهوریت ملاتړي یاست."

نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو هیوادوالو ته د نورو د توقع برخلاف او د طالبانو د تهدیدونو باوجود، د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله.

اشرف غني د افغانستان د طبي شورا د مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل هلو ځلو ته په اشارې کولو په ټینګار سره وویل، د دوی له لوري غوره شوي نورمونه او معیارونه باید تطبیق او هر ډاکټر د صحي بورډ له لوري د فعالیت جواز ولري او سویه یې تثبیت شي، ځکه د ډاکټر تېروتنه نه جبرانېدونکې ده.

د خبرپاڼې په حواله، د ملي امنیت عمومي ریاست د ودانیو رئیس حبیب الرحمن روشان د دغې پروژې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دغه روغتون په دیارلس جریبه ځمکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونو کې په نړیوالو نورمونو جوړېږي. دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه تر لسو پوړونو پورې د لوړولو او دوه سوه بستریز روغتون ته د ارتقا ظرفیت لري.

نوموړي څرګنده کړه، ملي تدارکاتو ادارې له صفت ساختماني شرکت سره د ۳۵۷،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یاد روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په درې کلونو کې یې چارې بشپړېږي.   

د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست ډګرجنرال احمدضیاء سراج جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د افغانستان په کچه لومړنی دولتي روغتون وباله او ټولو ته یې د هغه د جوړولو مبارکي وویله.

 نوموړي د طالبانو او داعش پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریالیو عملیاتو ته په اشارې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ښه امنیت د تامین په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه، همغږي او همکاري وستایله.

د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو رئیس تورنجنرال حشمت الله نوابي له جمهور رئیس غني څخه د دغه روغتون د وړاندیز د منلو له امله مننه وکړه او ويې ویل، دا روغتون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې ښه خدمات وړاندې او بهر ته به د دوی د تلو اړتیا را کمه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement