کندهار (پژواک، ۱۱ تله ۹۷): یو کال مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې ادارې په کندهار کې د نارنج ماڼۍ د کیندنې چارې پيل کړې چې په دې موده کې ۲۹ قلمه تاریخي اثار موندل شوي دي.
په دغې تاریخي ماڼۍ کې چې لرغونتیا یې له ۲۳۰۰ کلونو اوړي، د کیندنې چارې د تاریخي ابداتو د څېړنې په موخه ترسره کېږي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت الله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، په نارنج ماڼۍ کې له تېر یوه کال راهیسې د کیندنې چارې روانې دي.
هغه زیاته کړه، تېر کال د نارنج ماڼۍ د کیندنې پر مهال ۵۳ قلمه منقول اثار وموندل شول اوسږ کال په کې یو زمنا/سونا او ۲۹ قلمه نور منقول اثار موندل شوي دي.
د ده په خبره، د دغې تاریخي ماڼۍ د بېلابېلو تاریخي برخو د ساتنې په موخه لازم تدابیر نیول شوي دي.
خو ده وویل چې په تېر کې جګړو او ناقانونه کیندنو د دغې ماڼۍ ځینې برخې او اثار له منځه وړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پوهنې د برخې مسوول انجنیر فریدون چې د کیندنې چارې په غاړه لري، وايي، تاریخي کیندنې او سپړنې کلونه وخت غواړي.
دی وايي، تر دې مهاله په نارنج ماڼۍ کې د کیندنې پر مهال بېلابېل لوښي، ګاڼې او نور تاریخي توکي موندل شوي چې ډېر یې د هوتکو په دورې پور اړه لري.
د دغې تاریخي ماڼۍ د کیندنې چارې د لومړي ځل لپاره ۵۵ کاله وړاندې پیل شوې وې چې بیا د جګړو او ناخوالو له امله درېدلې وې.
خو پنځه پنځوس کاله وروسته یو ځل بیا د دغې تاریخي ماڼۍ د مسلکي او فني کیندنې چارې د لرغونپوهنې ادارې په مرسته پيل شوي چې ښايي درې کاله به دوام وکړي.
په دې موده کې به ګڼ تاریخي اثار تر لاسه شي او د تاریخي ابداتو څېړنه به ترسره شي.
نارنج ماڼۍ د کندهار د زاړه ښار په څنډه کې ۲۳۴۰ کاله وړاندې د مقدوني اسکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې ده چې هغه مهال پوځي اډه وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن