ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجما: ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې ټاکنو په پرتله ښه مديريت شوې

مجما: ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې ټاکنو په پرتله ښه مديريت شوې

author avatar
3 Oct 2019 - 13:57
مجما: ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې ټاکنو په پرتله ښه مديريت شوې
author avatar
3 Oct 2019 - 13:57

 

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۹۸): د مجما څارونکې ډله وايي چې له يو شمېر ستونزو سره سره ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په پرتله په ښه ډول سره مديريت شوې.

دغه څرګندونې د څارونکو بنسټونو (مجما) يو شمېر غړو د تلې په ١١مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

د ولسمشرۍ ټاکنې چې تېره شنبه (د تلې په شپږمه) ترسره شوې د ۱۳ نوماندانو ترمنځ په دې ټاکنو کې نږدې درې ميليونه خلکو برخه واخيسته.

د مجما غړى او د ابرار څارونکي بنسټ د خپرونو مسوول نياز ولي احمدزي وويل، ټاکنې په ديموکراتيکو نظامونو کې يو بنسټيز اصل دى چې د ملتپالنې په پروسه کې اساسي رول لوبوي، خو پر خپلواکو،عادلانه، رڼو او هر اړخېزو ټاکنو معامله نه کېږي.

ده ادعا وکړه، د هېواد وروستۍ ټاکنې چې له ډېرو ستونزو او ټاکنيزو جرمونو سره مل وې، خو بيا هم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په پرتله په ښه ډول سره مديريت شوې.

احمدزى وايي، د ترهرګو ډلو د ګواښونو او د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو له لانجو سره سره هېوادوالو په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخيسته.

د هغه په وينا، بايومټريک په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره يو مېکانېزم دى، نو پر همدې بنسټ يواځې بايومټريک رايې د اعتبار وړ دي .

احمدزى وايي :"د ټاکنو کمېسيون چې ټاکنو لپاره لس ميليونه راى پاڼې چاپ کړې وې، بايد د ټولو څاروونکو بنسټونو او د نوماندانو د استازو په شتون کې په شفاف ډول يې په اړه ځواب ووايي، چې څومره پاڼې چېرته استعمال شوې او څومره پاتې دي ترڅو خلک پوه شي."

د افغان مېرمنو لپاره د بشري حقوقو د زده کړې مرکز مشرې روشن څېړن يادې غونډې ته وويل، په نا امنه ولايتونو او محلونو کې ټاکنې ترسره کول چې هلته څارونکو بنسټونو معلوماتو ته لاسرسی نه درلود شکوک پيدا کړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد دغو اندېښنو ته ځواب ووايي.

هغې زياته کړه، معلوماتو ته لاسرسی، د افغانانو يو بنسټيز حق دی او له ټولو څارونکو بنسټونو او نوماندانو څخه يې وغوښتل چې د رايو د پايلې اصلي پاڼې د يوې وېبپاڼې او يا ټولنيزو شبکو له لارې د ټاکنو کمېسيون سره په همغږۍ له خلکو سره شريکې کړي، ترڅو سم قضاوت وکړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د شکاياتو کمېسيون منشي او وياند محمد قاسم الياسي د سه شنبې په ورځ ويلي و چې د رايې ورکولو له ورځې تراوسه ورسره ۴۳۶۷ شکايتونه ثبت شوي او په همدې ورځ ددغو شکايتونو څېړنه هم پيل شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.