ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ښوونکي: حکومت له ښوونکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې

د بلخ ښوونکي: حکومت له ښوونکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې

author avatar
5 Oct 2019 - 16:16
د بلخ ښوونکي: حکومت له ښوونکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې
author avatar
5 Oct 2019 - 16:16

مزارشريف (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر ښوونکي له دوی سره د حکومت د کړو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کوي.

دوی چې د تلې په ۱۳مه په مزارشریف ښار کې د معلم ورځې په مناسبت راټول شوي وو، دغه راز ويل یې چې لا هم د ژوند د لومړنيو اسانتياوو پوره کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په مزارشريف کې د البيروني ښوونځي ښوونکې ملکه حيدري وايي چې د ملي وحدت حکومت له ژمنو سره سره بيا هم د ښوونکو په ژوند کې پام وړ مثبت بدلون نه دی راغلی.

هغه زياتوي، نږدې څلور کاله وړاندې د بلخ له ښوونکو سره ژمنه شوې وه چې د کور لپاره به ځمکه ورکړل شي او همدا راز معاشونه به يې لوړ شي، خو په خبره يې چې تر اوسه دغه دواړو کارونو په مزار کې عملي بڼه نه ده خپله کړې.

مېرمن حيدري دغه راز په ښوونځيو کې د ښوونکو او کتابونو کمښت ته په اشارې وویل چې دې چارې په مکتبونو کې پر تدريسي بهير منفي اغېز کړی دی.

د هغې په خبره، که حکومت غواړي چې سالم معارف رامنځته کړي، نو بايد له هر څه مخکې زده کوونکو ته درسي کتابونه برابر کړي او همدا راز دې په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي استخدام کړي.

هغه زياتوي چې د غوره تدريس رامنځته کېدو په خاطر بايد اړوند ادارې د ښوونکو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي.

په مزارشريف ښار کې د مختار خصوصي ښوونځي استاد ضياء احمد سامع پژواک ته وويل چې د معلمينو اوسنی معاش نه شي کولای چې د دوی ورځنۍ ستونزې حل کړای شي.

د هغه په وينا، ښوونکي له شته ناچيزه معاش سره سره بيا هم کوښښ کوي چې زده کوونکو ته غوره روزنه ورکړي.

نوموړی زياتوي چې پوهنې وزارت بايد د ښوونکو د ظرفيتونو لوړولو په موخه بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي څو ورسره د ښوونې او روزنې په بهير کې هم بدلون راشي.

په ورته مهال د بلخ د پوهنې رييس علي الله اميري پژواک ته وويل، د پوهنې وزارت هڅه کوي څو ښوونکو ته د استفادې وړ د استوګنې ځايونه چمتو کړي.

هغه زياته کړه چې د پوهنې وزارت د نوي پلان له مخې معلمينو ته د ځمکې توزيع کول دمګړۍ د هغوی د استوګنې ستونزه نه شي حل کولای چې په خبره يې، اوس ياد وزارت غواړي څو تيار جوړ شوي کورونه او يا هم اپارتمانونه د مستحقو معلمينو په اختيار کې ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.