ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا پولیس د شپږو پاڅون کوونکو او پنځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

د کاپیسا پولیس د شپږو پاڅون کوونکو او پنځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

author avatar
5 Oct 2019 - 15:23
د کاپیسا پولیس د شپږو پاڅون کوونکو او پنځو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي
author avatar
5 Oct 2019 - 15:23

 

محمودراقي (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د کاپیسا ولایت پولیس وایي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې شپږ ولسي پاڅون کوونکي او پنځه طالبان وژل شوي دِي.

د نجراب ولسوالۍ امنیه قوماندان حبیب الله انداربي پژواک خبری اژانس ته وویل، تېره شپه طالبانو د نجراب ولسوالۍ په تورخېل کلي د ولسي پاڅون کوونکو پر یوه پوسته برید کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې د ولسي پاڅون کوونکو شپږ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

همدارنګه هغه وویل چې په دې ډزو کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش د اندرابي د خبرو په تایید وویل، د ولسي پاڅون کوونکو دوه ټپیان د پنجشېر ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي دي.

خو طالبانو ویلي چې په دې جګړه کې یې د ولسي پاڅون کوونکو ۹ کسان وژلي او د دغو ځواکونو درې پوستې یې هم نیولې دي.

امنیتي چارواکي د طالبانو دا څرګندونې نه مني.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.