ایبک (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): په سمنګان ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر په ګډون شپږ کسان مړه او ١١نور ټپيان شوي دي.
د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي وايي چې دغه پېښه نن غرمه د سمنګان د مرکز ايبک اړوند پل قچن دره کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده .
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالصبور ثبات په ګډون شپږ کسان مړه شوي او ١١نور ټپيان دي.
هغه د يادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتياطي او د سړک د بر کموالى ياد کړ او ويې ويل چې د پېښې مړي او ټپيان يې د سمنګان ولايت روغتون ته انتقال کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن