فېروزکوه (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د غور په پسابند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې پنځه امنیتي منسوبین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د پسابند ولسوالۍ سرپرست عبدالاحد د تلې په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۹ بجې طالبانو د ولسوالۍ په ابک او غاراین سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د دواړو خواوو ترمنځ ډزو تر لسو بجو دوام درلود.
هغه زیاته کړه چې د دې جګړې په پایله کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره چې د دې پېښې ټپیان د پسابند کلینیک ته وړل شوي چې له ډلې یې د دوو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
نوموړي وویل چې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
د هغه په خبره، طالبانو له یوه کال راهیسې د پسابند د مرکز ټولې موصلاتي لارې تړلې او د دې ولسوالۍ خلک په اقتصادي کلبندۍ کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن