چاریکار (پژواک،۱۳تله ۹۸): د پروان- باميان لار د پروان د شينوارو ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سېلاب او غره ښويېدنې له امله تړل شوې ده.
د پروان د شينوارو ولسوالۍ ولسوال اکوګل محمدي پژواک اژانس ته وويل چې ياده لار د استامې له دهن درې تر پُلِ اشابه پورې د نن سهار له شپږو بجو راهيسې بنده شوې ده.
هغه زياته کړه، د لارې دواړو خواوو ته سلګونه موټر ولاړ دي.
ولسوال وويل چې د دې لارې خلاصولو لپاره اړوند وسایل او وسایط له پروان ولايته ور لېږل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن