کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٨): په عراق کې د حکومت پر ضد پيل شوي لاريونونه پنځمې ورځې ته داخل شوي او تر اوسه په کې ١٠٠ کسان وژل شوي دي.
بلخوا ملګرو ملتونو او د سعودي عربستان حکومت له عراقه غوښتي چې ژر تر ژر له تاوتريخوالي ډکو لاريونونو د پاى لپاره جدي اقدامات وکړي.
د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په یو ناڅاپي ډول د عراق په پلازمېنه بغداد او يو شمېر نورو لويو ښارونو کې د بې کارۍ، لومړنيو اسانتياوو ته د نه لاسرسي او د پراخ فساد غبرګون کې لاريونونه پيل شول چې اوس هم دوام لري.
د عراق د بشري حقونو کمېسيون ويلي چې د لاريونونو له پيله راهيسې د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو په نښتو کې ١٠٠ کسان وژل شوي او شاوخوا ٣٠٠٠ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا په عراق کې د ملګرو ملتونو مرستندويې ادارې له عراقي حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې د روان تاوتريخوالي او د خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي.
د عراق پوځ په بېلابېلو ښارونو کې ګرځ بنديز لګولى، خو زياتوي چې د وسله والو په بريدونو کې امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي ويلي چې د لاريون کوونکو غوښتنې يې اورېدلې او د هواري ژمنې يې هم ورکړې دې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن