کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۸):د چاپېريال ساتنې اداره وایې چې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه یې د ۱۳ سکتورونو په همکارۍ پنځه کلن پلان جوړ کړی چې په پلي کېدو سره به یې تر ډېره د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي.
دغه څرکندونې د چاپېرل ساتنې ملي ادارې مرستيال عزت الله صدیقي د تلې په ۱۴ مه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
صدیقي وویل، له دې امله چې تېر کال د کابل ښار هوا ډېره ککړه وه نو د چاپېرل ساتنې ادارې د ۱۳ سکتورونو په همکارۍ یو پنځه کلن پلان رامنځته کړ، ترڅو سږکال او په راتلونکي کلونو کې په پلازمېنې کابل کې د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه پلان په جوړولو کې د چاپيريال ساتنې اداره، ښاري سکتور، د ترانسپورټ سکتور، د نورم او ستندرد اداره، د اصلاحاتو ملي اداره، د اوبلن ګازو او نفتي موادو اداره، د عامې روغتيا سکتور، د برېښنا سکتور، د پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د کانونو او پټروليم وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت ، د کرنې وزارت او ځينو نورو ادارو همکاري کړې ده.
دغه راز په دغه غونډه کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل، ددې لپاره چې په کابل کې د هوا د ککړتيا مخه ونيول شي، بايد د نورو توکو پرځاى د ګازو له سوځولو څخه کار واخيستل شي.
حیدري وړانديز وکړ چې د کابل په پغمان، قره باغ، او ده سبز ولسواليو کې د خښتو د بټيو د فعاليت مخه بايد ونيول شي ترڅو د کابل هوا پاکه شي.
حیدري وویل : ((په دې برخه کې بايد خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او ادارې هم بايد سره همغږي شي، ترڅو د ککړې هوا ستونزه هواره شي.))
د حیدري د معلوماتو له مخې، په کابل کې ٤٧٠ زره غير پلاني د استوګنې کورونه جوړ شوي چې اوسېدونکي يې د بيوزلۍ له امله د ډبرو سکاره سوځوي او دغه کار په کابل کې د هوا د ککړتيا لامل شوى دى.
همدارنګه د ښار جوړونې وزارت مرستیال روشان ولسمل وویل چې تر دې وروسته به د داسې ښار ګوټو جوړولو ته اجازه ور نه کړل شي چې د هوا د ککړتیا د مخنيوي لپاره اړين تدابیر ونه لري.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د ښار خدمتونو مرستیالې مهتاب عالمي وویل چې دوى په دوبي او ژمي کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره بېلابېل پلانونه لري.
هغې وويل: (( موږ خپل پلان د چاپيريال ساتنې ادارې له پلان سره يوځاى کړى، ترڅو په کډه د هوا د ککړتيا مخه ونيسو.))
داسې مهال په کابل کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره پلان جوړيږي چې تر دې وړاندې د پلازمينې کابل اوسېدونکو په کراتو د هوا له ککړتيا شکايتونه کړي او د دغې ستونزې د حل غوښتنه يې کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن