لښکرګاه (پژواک، ١٤ تله ٩٨): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٥ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د تلې په ١٤مه د هلمند د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په پرچاو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
سرچينه وايي چې په دې جګړه کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي، اته ټپيان شوي او د نهو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز زياته شوې چې په دې جګړه کې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي، خو ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په وژل شوو طالبانو کې د دې ډلې مشهور قوماندان ملا سلما هم شامل دى.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه جګړه او مرګ ژوبله تاييد کړې ده.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو او هزاره ګانو سيمو کې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بریدونو کې شپږ حکومتي سرتېري وژل شوي خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن