ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شو

د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شو

author avatar
6 Oct 2019 - 19:52
د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شو
author avatar
6 Oct 2019 - 19:52

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۸): د بهرنیو چارو وزارت وياند د خپلو وروستیو څرګنونو له امله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوى دى.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې د ولسمشر د حکم له مخې په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب، په بهرنيو چارو وزارت کې د اقتصادي چارو د معین په توګه ګومارل شوی دى.

هغه زیاته کړه چې نوموړی به همدارنګه د دې وزارت د نوي وياند تر ګومارنې پورې د ويندوى د دفتر د چارو سرپرستي هم کوي.

صدیقي زیاته کړه چې د وزارت پخوانی سرپرست ویاند د غیر مسوولانه خبرو له امله له دندې لرې شو.

بلخوا یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ویاند صبغت الله احمدي د خپلو وروستیو غیر مسوولانه او ملي ګټو سره په ټکر کې خبرو له مله لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی دى.

په دې وروستیو کې ارګ او بهرنیو چارو وزارت، اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي پر وروستي سفر امله بېلا بېل غبرګونونه ښودلي او ترمنځ اختلاف راټوکېدلى دى.

د دې سفر پر وړاندې په لومړي غبرګون کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خبري ناسته کې طالبانو ته د پاکستاني چارواکو پر ښه راغلاست په کلکو ټکو انتقاد وکړ او ويې ویل: «د هغې ډلې کوربه توب کول چې اوس یې هم لاسونه د افغانانو په وینو سره دي، د هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو او قوانینو خلاف دي.»

د هغه له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته، د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله مجدیدي پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ولیکل چې افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو له هڅو او له افغان حکومت سره د طالبانو د مستقیمو خبرو لپاره د زمینې د برابرولو هرکلی کوي. هغه همدا راز ويلي و چې د سولې د خبرو لپاره لا هم کوښښونه روان دي.

تردې خبرو وروسته صدیق صدیقي پر ټویټر ولیکل چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبرې د هغه شخصي لیدلوری دی او د حکومت استازيتوب نه کوي؛ خو صبغت الله احمدي هم پر ټویټر کښلي و چې د بهرنیو چارو وزارت په نمایندګۍ یې خبرې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.