ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د شبرغان -مزار ګاز نلليکه د زړې اوسپنې په بيه پلورل کيږي”

“د شبرغان -مزار ګاز نلليکه د زړې اوسپنې په بيه پلورل کيږي”

author avatar
6 Oct 2019 - 16:17
“د شبرغان -مزار ګاز نلليکه د زړې اوسپنې په بيه پلورل کيږي”
author avatar
6 Oct 2019 - 16:17

مزارشريف ( پژواک، ۱۴تله ۹۸) : د بلخ ولايت يو شمېر ټولنيز او مدني فعالان د اوسپنې په بيه له شبرغان ښار څخه مزارښار ته د ګاز د غځېدلې نلليکې پر پلورلو شکمن دي او په دې برخه کې د روڼتيا غوښتنه کوي.

د بلخ ولايتي شورا هم وايي چې د اوسپنې په بيه د ياد پايپ لاين د پلورلو موضوع بايد روښانه شي.

خو بلخ ولايت مقام وايي چې دغه نلليکه له کاره لوېدلې او د حکومت له خوا د اوسپنې د ويلې کولو پر يو شمېر داخلي شرکتونو باندې پلورل شوې ده.

د جوزجان ولايت له مرکز شبرغان ښار څخه مزار ښار ته د اوبلن ګاز د لېږد نلليکه د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده؛ خو د کورنيو جګړو پر مهال ياده نلليکه ځای ځای تخريب شوه او د ګازو لېږد يې هم قطع شو.

اوس له نږدې يوې اوونۍ راهيسې د دغې نلليکې د راټولېدو لړۍ پيل شوې او د زړې اوسپنې په بيه پلورل کېږي، چې د روڼتيا په تړاو يې بلخ کې خلک اندېښمن دي.

د بلخ د ولايتي شورا پخواني مرستيال او سوداګر ذبيح الله کاکړ د تلې په ۱۴مه، پژواک ته وويل، چې په وروستيو مياشتو کې حکومت تصميم نيولی و چې دغه پايپ لاين ليلام کړي.

هغه زياته کړه چې د حکومت له دغه تصميم وروسته ځينو دولت پلوه سيمه ييزو زورواکو له فرصت څخه په استفادې د يا پايپلاين پر راټولولو او پلورلو باندې لاس پورې کړی دی.

کاکړ وايي : (( په ډېری ځايونو کې دغه نلليکه د زورواکو له خوا راټوله شوې او په خپل سر يې په يو شمېر شرکتونو پلورلې ده، چې دا کار د ملي ګټو خلاف عمل دی)).

کاکړ وايي،  حکومت په دغه کار خبر دی؛ خو دا چې سيمه کې وسله وال مخالفين هم فعال  دي نو د زورواکو پر وړاندې جدي اقدام نه شي کولای.

نوموړی وايي، د بلخ سيمه ييز حکومت بايد په عاجل ډول د دې غير قانوني کار مخه ونيسي او همدا راز دې هغه کسان هم قانون ته وسپاري، چې له خپل زور څخه په استفاده يې د يادې نلليکې ځينې برخې پرې کړي او پلورلې دي.

کاکړ زياته کړه، چې حکومت بايد دغه پايپ لاين رغولی وای او يا يې هم لومړی نوې نلليکه تېره کړې وای او بيا دې يې زوړ پايپ لاين د اوسپنې په بيه پلورلی وای.

د هغه په وينا، که حکومت په جوزجان کې د ګازو ډکې شوې څاګانې پاکې کړي، نو هلته موجود ګاز د بلخ ولايت لپاره بس دى، چې ورسره به له بهرنيو هېوادونو څخه د ګازو وارداتو کې هم کموالی راشي.

په مزارشريف کې ټولنيز فعال عطامحمد ساهو هم وايي چې د اوسپنې په بيه د يادې نلليکې د پلورلو موضوع لا هم خلکو ته روښانه نه ده.

هغه وايي : (( يو ځل اوازه شوه، چې دغه نلليکه د اوسپنې په بيه پلور شوې او پاکستان ته انتقالېږي، بيا يې وويل چې نه دا په داخلي شرکتونو پلورل شوې او هېواد دننه ويلې کېږي)).

نوموړي هم وويل چې يو شمېر سيمه ييز زورواکي له فرصت څخه په استفادې د يادې نلليکې په راټولولو پيل کړی او پلوري يې.

د ساهو په خبره، د يادې نلليکې د پلورلو قرار داد له حکومت سره شوی؛ خو کومو سيمو کې چې زورواکي حاکم دي، پيسې يې شخصي جيبونو ته ځي.

هغه زياتوي، چې حکومت بايد د دغې ملي شتمنۍ د مصئونيت برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

په ورته مهال د بلخ ولايتي شورا وايي چې د يادې موضوع په تړاو لازم معلومات دوی ته نه دي رسېدلي.

د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور پژواک ته وويل چې دغه نلليکه زړه شوې وه او د ګاز د انتقال لپاره يې کار نه ورکاوه.

هغه زياته کړه ، ځينې داسې خبرونه ورته رسېدلي، چې د دغې نلليکې ځينې برخې داخلي شرکتونو باندې پلورل شوي؛ خو د پلورلو د څرنګوالي او نرخ په اړه يې وضاحت نه شته.

د مسرور په خبره، که چېرته دغه نلليکه په غير قانوني ډول پلور شوې وي؛ نو حکومت بايد په جدي ډول دغه موضوع تعقيب کړي او مرتکبين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

له دې سره د بلخ ولايت مقام بيا وايي، چې ياده نلليکه د حکومت له خوا د رسمي قرار داد له مخې داخلي شرکتونو باندې پلورل شوې.

د بلخ ولايت مقام مرستيال بشير توحيدي پژواک ته وويل چې يادې نلليکې د کارولو ځانګړې موده درلوده، چې له هغه وروسته زړه شوې او له کاره لوېدلې وه.

د توحيدي په خبره،  ياده نلليکه نوره د کارولو وړ نه وه؛ چې په وينا يې له همدې امله پلور شوې ده.

هغه زياته کړه : (( څه وخت مخکې د کانونو وزارت د وزيرې په ګډون يو پلاوی مزار ته راغلی و، بيا موږ همدا نيوکه ورسره شريکه کړه، چې دغه نلليکه د چا له خوا پلورل کېږي، وزير وويل چې دا د وزارت له خوا په رسمي ډول پلورل شوې ده)).

دى وايي چې د کانونو وزارت چارواکو ورته ويلي، چې دغه نلليکه له ويلې کېدو پرته بله د کارولو هېڅ لاره نه لري.

د بلخ ولايت مقام مرستيال وويل چې حکومت په شمال کې د سترو اقتصادي پروژو عملي کېدو ته ژمن دی؛ خو په خبره يې چې نا امنۍ د يادو اقداماتو پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.