جلال اباد(پژواک، ۱۴ تله ۹۸): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي،ددغه ولايت تشکيلاتو کې پنځه زره ښوونکي کم دي چې له امله يې ښوونيز بهير ټکنی شوی دی.
د دوی د معلوماتو له مخې، ټول ولايت کې ۲۳زره ښوونکو ته اړتيا ده، خو اوسمهال ۱۸زره ښوونکي پر دنده بوخت دي او پاتې نورو ته يې اړتيا ده.
د پوهنې رييس حسيب الله شينواري دا څرګندونې د تلې په ۱۴مه دغه ولايت کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پرمهال وکړې.
هغه وويل، سږ کال يې د ۱۲ زره هغه ښوونکو قدمونو ته ارتقاع ورکړې چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې پاتې وو او په وینا یې سږ کال یې د اوو سوو په شاوخوا کې نوي ښوونکي په دنده هم ګومارلي دي .
خو د شينواري د معلوماتو له مخې، دغه ولايت لا هم د پنځه زره ښوونکو د کمښت له امله ټکنی د زده کړو بهير پر مخ بيايي.
نوموړی زياتوي: ((د تشکیل له مخې ننګرهار ۲۳ زره ښوونکو ته اړتیا لري، خو دا مهال په ښوونځیو کې د ۱۸ زره ښوونکو له لوري د تدریس چارې ترسره کیږي، چې د کمبود له مخې د پنځه زره نویو ښوونکو، زر تنو اجیرانو او زر تنو اداري کارکوونکو د ګومارنې په موخه مو په ملي کچه د تشکیل د ورکړې بحث پیل کړی دی.))
په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د ښوونکو د نومرو د ورکړې په برخه کې له ګڼو ټولنيزو او نورو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، ډېرو ولسواليو او ښار کې ښوونکو لپاره ښارګوټي پرانېستل شوي، خو په ځمکه د سيمې د خلکو او حکومت د لانجې له امله کلونه کېږي چې ښوونکو ته نومرې نه دي ورکړل شوې.
د نوموړي په وينا، په دې ولایت کې يې د دندې له پیل سره سم ښوونکو ته د استوګنې نومرو د ورکړې په موخه هڅې پیل کړي چې تر دې مهاله یې په اچین ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي پرانیسته کړې او د مرکزي ادارې په مرسته به د مراحلو له بشپړېدو وروسته د نورو ښارګوټو د وېش لړۍ هم پیل کړي .
میاخېل وایي، د پوهنې ادارې د کیفیت او کمیت دواړو برخو د ښه کولو په موخه یې کار پیل کړی چې په لړۍ کې يې سږ کال ۲۰۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړول پیل شوي دي.
په ياده غونډه کې يو شمېر ښوونکو د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې او له اړوندو مسوولينو يې د حل غوښتنه وکړه.
دغه راز يو شمېر زده کوونکو هم د ښوونکو د مقام او ارزښت په اړه د خبرو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ښوونکو د ستونزو د حل برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن