ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د قاچاقي درملو پلور روغتیايي مسوولین اندېښمن کړي

په هرات کې د قاچاقي درملو پلور روغتیايي مسوولین اندېښمن کړي

author avatar
6 Oct 2019 - 17:56
په هرات کې د قاچاقي درملو پلور روغتیايي مسوولین اندېښمن کړي
author avatar
6 Oct 2019 - 17:56

هرات (پژواک، ۱۴ تله ۹۸): د هرات ولایت د عامې روغتیا مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له پاکستان څخه قاچاقي شوي درمل په ښکاره ډول پلورل کېږي چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د مسوولینو په خبره، ډېری دغه ډول درمل بې کیفیته یا ټيټ کیفیته لري چې کارونه یې ناروغان له ګواښ سره مخ کوي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا نن پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم هره میاشت د ښار په کچه له درملتونونو څو ټنه بې کیفیته پاکستاني درمل راټولوي، خو له دې سره هم د یاد ولایت په بازارونو کې په کافي کچه قاچاقي درمل پلورل کېږي.

د تمنا په خبره، د حکومتي بنسټونو د نه نظارت له امله، ډېری قاچاقي درمل ددغه ولایت په ولسوالیو کې وېشل کېږي او پلورل کېږي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس ټینګار وکړ چې دغه درمل روغتیا ته مضر دي او حکومت باید د سوېلي سرحدونو ډېره څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه چې زموږ هېواد په داسې حالت کې قرار لري چې خپلې سرحدي کرښې نه شي کنټرولولای؛ په ځانګړې توګه سوېلي کرښې هېڅ نه کنټرولېږي او هره ورځ ډېری درمل په قاچاقي ډول دغه ولایت ته راځي.»

د هرات دغه سمیه ییز چارواکي زیاته کړه، د روان کال په جریان کې یې له ۱۲ ټنه ډېر درمل چې ډېری برخه یې له ګاونډيو هېوادونو په قاچاقي توګه هرات ولایت ته وارد شوي وو راټول کړي او سوځولي دي.

 بلخوا د هرات مدني فعالان وایي چې ډېری زورواکي او فاسد خلک هېواد ته قاچاقي درمل واردوي، خو  حکومت باید ددغه ډول کړنو مخه ونیسي.

د هرات یوه مدني فعال اشرف سادات پژواک ته وویل،: «له بده مرغه قاچاقي درمل ډېر دي او د یادو درملو د وارداتو مخه هېڅوک نه نیسي، حکومت باید سرحدونه ټینګ کړي او د درملو له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وکړي.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو ته یې دنده سپارلې څو دغه ولایت ته د قاچاقي درملو مخه ونیسي.

 هغه وویل: «د عامې روغتیا ریاست او نورو اړوندو ادارو ته د ولایت لارښوونه دا ده چې د بازار د نظارت تر څنګ د بې کیفیته درملو د پلور مخه هم ونیسي.»

د بهرنیو بې کیفیته درملو له وارداتو اندېښنې په داسې حال کې دي چې دا مهال د هرات په صنعتي ښار کې د درمل جوړونې دوه کارخونې فعالیت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.