ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هېڅ هېواد بايد د افغان دولت له مشورې پرته د سولې په پروسه کې لاسوهنه ونه کړي”

“هېڅ هېواد بايد د افغان دولت له مشورې پرته د سولې په پروسه کې لاسوهنه ونه کړي”

author avatar
7 Oct 2019 - 17:07
“هېڅ هېواد بايد د افغان دولت له مشورې پرته د سولې په پروسه کې لاسوهنه ونه کړي”
author avatar
7 Oct 2019 - 17:07

ګردېز (پژواک، ۱٥ تله ۹۸): د پکتيا ولايت اوسېدونکي د سولې په پروسه کې د ځينو هېوادونو لاسوهنه غندي او وايي، هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغان دولت له غوښتنې او همغږۍ پرته په دې ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي.

دوی دا خبرې په احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې د سولې په اړه په جلا غونډو کې وکړې او پاکستان ته د وسله والو طالبانو د يوه پلاوي له سفر څخه يې د ياد هېواد رسمي هرکلی هم له نړيوالو اصولو څرګنده سرغړونه ياده کړه.

د احمدابا ولسوالي قومي مشر محمدحنيف له وسله والو طالبانو غواړي چې پرديو هېوادونو ته د سفرونو پر ځای په خپل هېواد کې له خپلو هېوادوالو سره د سولې خبرو ته کېني.

حنيف وويل: ((هره ورځ په هېواد کې تر دوه سوه کسان په شهادت رسېږي، دا میندې، پلرونه، خويندې، اولادونه او مېرمنې لري. دا تر ټولو لوی ناورين دی، دا زما او ستا اولادونه او خپلوان دي، موږ دې نه يو، خو دغه هېواد ته دې سوله راشي.))

دغه راز يو بل قومي مخور عبدالستار ټينګار کوي چې دولت دې قومي مشرانو او جرګه مارو ته صلاحيت ورکړي چې له وسله والو طالبانو سره په بېلابېلو کچو د سولې خبرې پر مخ  بوځي.

ده زياته کړه: ((موږ ته دې صلاحيت راکړي چې د دواړو په منځ کې خبرې وکړو، موږ لويې مسئلې په جرګو، مرکو حل کړې دي، دا خبرې به د مور او ميرې د چلند په شان نه، بلکې دا به پاکې، واضح او بې طرفه خبرې وي.))

د سيد کرم ولسوالۍ قومي مشر حاجي ولي سولې ته هيله مندي ښيي او وايي په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.

نوموړی په طالبانو کې د سولې لور ته ميلان زيات بولي او وايي چې د طالبانو ډېری غړي سوله غواړي.

ده وويل: ((طالب هم وايي چې سوله غواړو، موږ هم وايو او دولت خو اول وايي چې سوله، خو د دې لپاره اول شرط اوربند دی چې اوربند وشي. د سولې په برخه کې ښه کار شوی او انشاالله رانږدې شوې ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.