ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په غزني کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

چارواکي په غزني کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

author avatar
7 Oct 2019 - 16:28
چارواکي په غزني کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي
author avatar
7 Oct 2019 - 16:28

غزني ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٨): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د شپږو طالبانو په ګډون دوه ښځې او دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وړمې ورځې راهيسې افغان او بهرنيو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په کمالخېلو، بدي خېلو او خدوخېلو سيمو کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د بيګي خېلو په سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او کور يې ويجاړ شوى دى.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د اندړو ولسوالۍ په خدوخېلو او کمالخېلو سيمو کې پر حکومتي او بهرنيو ځواکونو بريدونه کړي دي.

دى وايي چې د دغو بريدونو پر مهال لس بهرني او اته کورني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي او څلور ټانګونه يې له منځه تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.