ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د سينما نشتون هنرمندان او فلم جوړوونکي له ستونزو سره مخ کړي

په بلخ کې د سينما نشتون هنرمندان او فلم جوړوونکي له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
8 Oct 2019 - 17:16
په بلخ کې د سينما نشتون هنرمندان او فلم جوړوونکي له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
8 Oct 2019 - 17:16

مزارشريف ( پژواک، ۱۶تله ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر هنرمندان او فلم جوړوونکي وايي، چې دغه ولايت کې د سينما نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. 

دغه هنرمندان د هنر نړيوالې ورځې په مناسبت مزارشريف کې راټول شوي وو او نيوکه يې وکړه، چې حکومت د هنر او فلم ودې ته پاملرنه نه کوي. 

د فلم جوړوونکي او لوبغاړي عبدالصبور رسولي پژواک ته وويل، د تاسف ځای دی، چې بلخي هنرمندان حتی د راټولېدو لپاره يو تالار هم نه لري.

هغه زياته کړه، د افغانستان په څېر سنتي ټولنې کې بيا هم يو شمېر نجونې او هلکان جرئت کوي او د فلم نړۍ ته راځي؛ خو په خبره يې حکومت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه نه کوي.

د هغه په خبره، سره له دې چې بلخ په لومړۍ درجه ولايتونو کې راځي؛ خو بيا هم دغه ولايت کې د فلم نندارې لپاره حتی يوه وړه سينما هم نه ده جوړه شوې.

رسولي وويل چې په دې تړاو يې څو ځلې حکومت او په ځانګړي ډول اطلاعات او فرهنګ وزارت ته وړانديزونه کړي؛ خو نه دي منل شوي.

د هغه په وينا، که بلخ کې سينما جوړه نه شي؛ نو د فلم وضعيت نه شي ښه کېدای.

رمزيه عسکرزاده د ښکلو هنرونو له پوهنځي فارغه شوې او له تېرو دوه کلونو راهيسې په مزارشريف کې نقاشي کوي.

هغې چې خپل ځيني اثار هم نندارې ته ايښي وو، پژواک ته يې وويل، چې له خپل کار څخه ډېره راضي نه ده.

مېرمن رمزيه زياتوي، د کار کولو برخه کې له ګڼو ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او تر څنګ يې حکومت هم پاملرنه نه ورته کوي.

په ورته مهال بلخ کې د افغان فلم مسوول سرمست زاده پژواک ته وويل، چې حکومت تر ډېره حده کوښښ کوی، چې هنرمندانو او فلم جوړوونکو ته اسانتياوې برابرې کړي.

هغه زياته کړه، هنرمندان دې هم د افغانستان واقعيتونه درک کړي او د حکومت امکاناتو مطابق دې د مرستو غوښتنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.