خوست ښار (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د خوست هنرمندان له دولت نه غوښتنه لري چې د دوی د مسلکي کولو لپاره دې ورته فرصتونه برابر کړي.
هغوی دا څرګندونې نن د (تلې ۱۶مه) د هنر د نړيوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د احمدشاه عامه کتابتون په ودانۍ کې د هنري اثارو د يوه نندارتون پرمهال وکړې.
دوی خپلو خبرو کې ويل چې لنډ مهالي ورکشاپونه، روزنيز کورسونه او د سواد زده کړې پروګرامونو جوړول هغه څه دي، چې پر مټ يې ددغه ولايت هنرمندان مسلکي کيدلی شي.
خوست کې د هنرمندانو د ټولنې مشر ګل رووف شوقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغه ولايت زياتره هنرمندان غير مسلکي دي او علمي کچه يې ټيټه ده.
د هغه په وينا، همدا لامل دی چې هنرمندان د خپل هنر له لارې ټولنې ته هغه څه نه شي وړاندې کولی چې دا مهال ورته اړتيا ليدل کيږي.
هغه زياتوي: ((اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه مې يوه غوښتنه ده چې هنرمندان رادعوت کړي او ناستې ورسره وکړي، څو هغوی اصلاح لارې ته راشي.))
د همدې ورځې په مناسبت بيا يو شمېر خلک له هنرمندانو غوښتنه لري چې له خپل هنر څخه په استفادې سره د سولې په اړه خلکو ته د پيغامونو په رسولو کې مهم رول ترسره کړي.
شمس يو له دغو هنرمندانو څخه دی چې د هنري اثارو په دغه نندارتون کې يې په لاس رسم کړي، ډول ډول هنري اثار نندارې ته اېښي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د خپل هنر له لارې غواړي چې ټولنې ته د جنګ پرځای د سولې او امن پيغام ولېږدوي.
د هنر د نړيوالې ورځې په مناسبت د هنري اثارو دغه جوړ شوي نندارتون ته راغلو کسانو هم خپلو خبرو کې وويل چې دا ډول پروګرامونه د هنر د پياوړتيا ترڅنګ د خلکو په ذهنونو هم مثبت اغېز کوي.
د خوست يو تن اوسېدونکي غفار نيکزي پژواک ته وويل. ((که چېرې هنرمندان وروڼه په خپل هنر کې د سولې انعکاس ته ځای ورکړي، نو هغه خلک چې د دوی اثار ګوري نو په خپلو ماغزو کې به د سولې انځور اخلي اوټولنه کې به انشاالله سوله راځي.))
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدانور زاهد پژواک ته وويل چې د هنرمندانو د ستونزو د هوارولو او هغوی ته د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې هغه امکانات او سهولتونه چې دوی لري، نه دریغوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن