ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ننګرهار خلکو سختو شرايطو کې له تقلب پرته رايه ورکړې او د سر په بدله ترې دفاع کوي”

“د ننګرهار خلکو سختو شرايطو کې له تقلب پرته رايه ورکړې او د سر په بدله ترې دفاع کوي”

author avatar
8 Oct 2019 - 17:02
“د ننګرهار خلکو سختو شرايطو کې له تقلب پرته رايه ورکړې او د سر په بدله ترې دفاع کوي”
author avatar
8 Oct 2019 - 17:02

جلال اباد (پژواک، ۱۶ تله ۹۸):د ننګرهار يو شمېر قومي مشران او د دغه ولايت ولايتي شورا وايي چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې خلکو په ډېرو سختو امنيتي شرايطو کې له درغلۍ پرته رايه ورکړې، بايد ملنډې پرې ونه وهل شي.

دوی ظاهراً د يو شمېر کانديدانو هغو خبرو ته په ځواب کې دا خبرې کړي چې وايي، ننګرهار کې د رايې ورکولو په بهير کې درغلي شوې ده.

يادو قومي مشرانو ګواښ وکړ چې دا ځل دوه سری حکومت نه مني او د خپلو رايو د دفاع په خاطر له خپلو سرونو هم تېرېږي.

د تلې په ۱۶مه د ننګرهار ولايت د مومندو سرتاسري شورا د دفتر په انګړ کې د دغه ولايت د ۱۱ ولسواليو د مومندو قومي مشران او د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي را ټول شوي وو او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په شفافيت يې ټينګار وکړ.

يادو قومي مشرانو دغه راز په خپلو سيمو کې د موجوده ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې راتلونکی ولسمشر دې د دوی د ستونزو د حل په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د مومندو د سرتاسري شورا مشر ملک جهانزيب مومند چې ياده غونډه يې رابللې وه ، ټينګار وکړ چې هېڅوک دې د ولس په رايو ملنډې نه وهي او د ټاکنو کمېسيون دې پرېښودل شي چې په خپلواک ډول د رايو شمېرنه وکړي او پايلې يې اعلان کړي.

هغه پر بهرنيو هېوادونو، نړيوالې ټولنې او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو غږ وکړ چې د ټاکنو نه ملاتړ وکړي او هېچا ته اجازه ور نه کړي چې بيا ځلي د پايلو نه منلو لانجه رامنځته کړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت وويل، ننګرهار کې د ټاکنو په ورځ هېڅ تقلب نه دی شوی، ننګرهاريانو سختو امنيتي شرايطو کې رايه ورکړې او له خپلو رايو به د سر په بدله دفاع وکړي.

دی وايي: ((هېڅوک دې شفافو ټاکنو او زموږ شفافو رايو ته د تقلب نه نوم نه ورکوي.))

د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشر زيارت خان وويل، شفافو رايو ته د تقلب نوم ورکول په ولس ملنډې دي او ولس هم دا ځل چاته اجازه نه ورکوي چې معامله وکړي او دوه سری حکومت رامنځته کړي.

د مومندرې ولسوالۍ قومي مشر ملک درياخان که څه هم د ټاکنو په ملاتړ وغږېد؛ خو په ورته وخت کې يې د خپلې سيمې د خلکو ستونزې هم بيان کړې او زياته يې کړه چې تر ټولو لويه ستونزه د ځوانانو بې روزګاري ده.

دغه راز د کوټ ولسوالۍ قومي مشر زمرک يوسفزي وويل، په زياترو ولسواليو کې کروندګر د اوبو له کمښت او نشتوالي سره مخ دي، سړکونه، پلونه او نور عامه تاسيسات خراب شوي چې راتلونکی حکومت يې بايد د رغونې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.