د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شمال او شمال ختیځ زون کې شاوخوا یو میلیون څاروي واکسین کېږي

شمال او شمال ختیځ زون کې شاوخوا یو میلیون څاروي واکسین کېږي

Oct 08, 2019 - 16:26

مزارشريف (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا په شمال او شمال ختيځ زون کې د شاوخوا يو ميليون څارويو د واکسين لړۍ له بلخ ولايت څخه پيل شوه.

د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروګرام د تخنيکي څانګې مشر محمد غلام ملاخېل پژواک ته وويل چې په دغه پروګرام کې د څارويو بېلابېل ډولونه د واکسين تر پوښښ لاندې نيول کېږي.

هغه وويل چې له بدخشانه نيولې تر فارياب ولايت پورې به شاوخوا يو ميليون څاروي له بېلابېلو وژونکو ناروغيو سره د مقابلې په موخه واکسين کړای شي.

ملاخېل زياته کړه چې له ۲۰۱۳ کال راپه دېخوا هر کال د واکسين دغه لړۍ تطبېقېږي چې ورسره په شمالي ولايتونو کې د څارويو د ناروغۍ کچه هم سمه نيمايي راکمه شوې ده.

د هغه په وينا، له دغه واکسين سره به د څارويو ترمنځ او له څارويو څخه انسانانو ته د ناروغیو د لېږد مخه ونيول شي.

نوموړي وويل چې په دغه پروګرام باندې شاوخوا لس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

هغه زياته کړه چې له مالدارانو سره د دوامداره مرستې په خاطر کرنې وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د وترنرۍ مرکزونه فعال کړي چې هر مرکز به ۵۰ نارينه مالداران او ۸۰ ښځينه مالدارانې تر خپل پوښښ لاندې نيسي.

په ورته وخت کې د بلخ د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغه پروګرام له لارې شاوخوا ۲۵۰زره څاروي په بلخ ولايت کې تر پوښښ لاندې نيول کېږي.

د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي پژواک ته وويل چې ياد واکسين په واسطه له څارويو انسانانو ته د وژونکو ناروغيو د انتقال مخه نيول کېدای شي او همدا راز د څارويو د تلف کېدو مخه هم ورسره نيول کېږي.

هغه اندېښنه وښوده چې په بلخ ولايت کې د پرله پسې وچکالۍ او څرځايونو د غصب له امله د مالدارۍ کچه پنځوس سلنه راټيټه شوې ده.

ساعي وويل: ((پخوا په بلخ کې شاوخوا پنځه ميليونه څاروي موجود وو؛ خو بدبختانه په وروستيو کلونو کې د وچکالۍ او مالچرونو غصب له امله دوه نيم ميليونو ته راټيټ شوي دي.))

نوموړی زياتوي چې اوس مهال دوی پر داسې لارو چارو فکر کوي چې ورسره د مالدارۍ د ودې زمينه برابره شي.

نصرالله د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې څاروي يې د کرنې وزارت د ډاکترانو له خوا واکسين کړای شوي دي.

هغه وايي چې پخوا به يې ډېری وخت څاروي ناروغ کېدل او حتی د ناروغيو له امله به تلف کېدل؛ خو په خبره يې چې اوس په هرو څو مياشتو کې يو ځل واکسين ورکول کېږي.

نوموړي وويل چې په عاجلو وختونو کې دوی کرنې رياست ته مراجعه کوي او هلته موجود ډاکتران ورسره د څارويو په ښه ساتنه کې مشورې او دوا ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement