ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: افغانستان تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته اړتیا لري

غني: افغانستان تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته اړتیا لري

author avatar
8 Oct 2019 - 17:42
غني: افغانستان تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته اړتیا لري
author avatar
8 Oct 2019 - 17:42

کابل(پژواک، ۱۶ تلی ۹۸):ولسمشر غنی وایي،  افغانستان تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته اړتیا لري، او په دې برخه کې دې د لیکنو ترڅنګ فلم، هنر، نقاشي او نورو بېلابېلو برخو ته پاملرنه وشي.  

د ارګ څخه پژواک خبرې آژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غنی نن له غرمې مخکې د پغمان بالاباغ کې د اماني عصر بیا رغول شویو ماڼیو څخه لېدنه وکړه.

ولسمشر غنې په دغه لېدنه کې ویلي:" دوه نیم کاله مخکې دلته له خاورو او ډبرو پرته نور څه نه و، ځکه ټولې ماڼۍ په جنګونو کې ویجاړې شوې وې، مګر د ارګ عملیاتي واحد د عکسونو له مخې دغه ودانۍ بېرته په خپله پخوانۍ بڼه ورغوله."

همدارنګه ده زیاته کړه، د انکشاف او د خلکو د لا وصلولو په موخه به د مرکزي زون په هره ولسوالۍ کې د بالا باغ په څېر باغ او ماڼۍ ورغول شي او دا ماڼۍ به د خلکو په مخ پرانیستې وي.  

ولسمشر وویل:"د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونې په اړه چې له بهرنیو متخصصینو سره وغږېدم، هغوی وویل، په درې څلورو کالوکې یې د بیارغونې چارې بشپړېږي، مګر د ارګ عملیاتي واحد په ۱۸ میاشتو کې په همغه پخوانۍ بڼه، ښه کیفیت او د تخمین شوي لګښت څو برابره ارزانه په لس میلیون ډالر دارالامان ماڼۍ ورغوله."

هغه وایي، افغانستان په راتلونکو کلونو کې تر هر څه زیات فرهنګي احیا ته اړتیا لري، دوی باید د خپلې خاورې هره برخه افغان ماشوم ته تمثیل کړي او په دې برخه کې دې د لیکنو ترڅنګ فلم، هنر، نقاشي او نورو بېلابېلو ابعادو ته هم پاملرنه وشي.  

د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش وایي، د ارګ عملیاتي واحد په ټول هیواد کې پر اوه سوه پروژو کار کوي چې ځینې یې بشپړې شوي او د ځینو د تطبیق او بیارغونې چارې ادامه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.