د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له هرو پنځو کسانو درې یې، پولیس پر رشوت اخیستو تورنوي

له هرو پنځو کسانو درې یې، پولیس پر رشوت اخیستو تورنوي

Oct 08, 2019 - 10:24

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د فېسبوک له لارې د پژواک د نظرپوښتنې له مخې، ۶۲ سلنه کسان وایي، پولیس رشوت اخلي او په مالي فساد کې لاس لري، خو ۲۵ سلنه نور له پولیسو ننګه کوي.

پاتې ۱۳ سلنه نورو بیا داسې تبصرې لیکلې چې له موضوع سره اړخ نه لګوي.

پژواک خبري اژانس د تلې په ۱۴مه سهار مهال د فېسبوک له لارې له خلکو وپوښتل چې پولیسو رشوت ترې غوښتی، که نه؟

د تلې ۱۵مې تر څلورو بجو، ۲۳۸ کسانو دې پوښتنې ته ځواب ورکړی او یا یې تبصره پرې کړې ده.

 

له دغو کسانو، ۱۴۷ کسانو لیکلي چې پولیس په رشوت او مالي فساد کې لاس لري، ۶۰ کسانو د پولیسو ننګه کړې او ۳۱ نورو د پوښتنې اړوند ځواب نه دی لیکلی.




 

 

پر پولیسو تورونه

عزت الله حيات ليکلي چې ده يو عريضه لرله، حوزې جلب ورکړ، خو د پوليسو مشر ورته وويل چې دوی چای او ډوډۍ نه دي خوړلي او بايد يو څه د خوړو لپاره ورته راوړي.

هغه زیاتوي: "ما ورته وويل چی زما په جېب کې فقط ۲۰۰ افغانۍ دي، دا هم کرايه ده، ويل يې ته يې را وښيه! چې جېب ته مې لاس کړ هغه يې چور کړې او زه او زما خالي جېب پاتې شوو؛ بيا يې ويل چې سبا ته راشه پيسې درسره راوړه چې موټر ونيسې؛ نو تر خپل کوره دوه ساعته پياده مزل مې وکړ او تر هر څه تېر شوم."

حیات، یاده حوزه نه ده په ګوته کړې.

دغه راز انګار سهاک ليکلي: "زما ورور ځمکه اخيستې وه، وروسته له ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلونو خدای د ځمکې څښتن کړ او کور پرې جوړوي، د حوزې پوليس ورغلي، په وچ زور يې ورڅخه زر ‌‌‌‌‌‌ډالره اخيستي وو."

ده هم نه دي لیکلي چې کومو پولیسو او چېرته یې پیسې ترې اخيستي دي.

د ظاهر اشنا په نوم یو کس پولیس تورنوي او ليکي: "سره غله دي، که يې چېرته جېب ته ګټه رسېده نو همکاري دې کوي، که يې کټه نه وه؛ منې که په ژوند مرسته درسره وکړي."

عزيزالله اعتمادي بیا ليکي: "د اتيا سلنه ستونزو اصلي لاملين همدا پوليس دي؛ تاسو ورشئ او په کابل کې د پاکستان سفارت مخې وګورئ؛ زرګونه داسې بېلګې لري."

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په کابل کې د پاکستان د وېزې يو شمېر تقاضا کوونکو پژواک ته ویلي وو چې د پاکستان د وېزې ترلاسه کول ډېر وخت اخلي، خو له سفارت سره نږدې کمېشن کاران دغه چاره د سلو امريکايي ډالرو په بدل کې په يوه ورځ کې ترسره کوي.

دغه راز د پژواک د راپور له مخې، شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د وېزې ترلاسه کولو په بدل کې د پولیسو له خوا د رشوت اخیستو په اړه د خلکو له شکایتونو وروسته د پاکستان سفارت لپاره یو شمېر موظف پولیس له دندو لرې کړي وو.

له پولیسو ننګه

د پژواک له خوا د ترسره شوې نظرپوښتنې د ګډونوالو له هرو څلور تنو یو بیا له پولیسو ننګه کوي، ځیني یې وایي چې پولیس رشوت نه اخلي، خو ځیني نور وایي چې ټول پولیس رشوت نه اخلي او د پولیسو په منسوبینو کې ښه او بد شته دي.

اصف نوري د پولیسو په اړه ليکلي: "ښه او بد په کې شته، خو بيا هم پرې وياړو، اتلان مو دي، که ورځ وي که شپه وي، که يخ وي که ګرمي وي، که باران وي که واوره وي او که سېلابونه راغلي وي دوی ولاړ وي."

دی وايې، که پيسې هم وغواړي، نه یې ترې سپموي او چې په وس يې پوره شي له غوښتلو پرته هم پېسې ورکوي.

په ورته وخت کې غلام نبي شجاع بیا وايي: "پوليس په دې برخه کې ډېر سم دي او بله دا چې پوليس رشوت نه اخلي او نه يې اخیستی دی؛ هسې د خلکو په خوله کې دي."

هغه د بېلګلې په ډول ويلي چې يوه ورځ يې د کندهار په ميرويس روغتون کې ناروغ درلود، شپه وه او د کندهار په ښار کې لاره ورنه ورکه شوې وه، پوليسو ته ورغی او پوليسو له پیسو غوښتلو پرته تر روغتونه ورساوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر پولیسو د رشوت او مالي فساد کې د لاس لرلو د تورونو په اړه وایي چې ډېر کم ورته موارد شته، خو دغه شمېره چې ۶۲ سلنه خلک له پولیسو ناراضه دي، نه تاییدوي.

د ده په وینا، په لوړه کچه د یادې ستونزې شتون تر ډېره بريده د پولیسو پر وړاندې تبلیغاتي بڼه لري.

هغه زياتوي: "موږ د دې ستونزو د حل لپاره د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د داخلي امنيت رياست جوړ کړی او کار يې دا دی څو هغه مفسدې حلقې چې لا هم په پوليسو کې شته، هغوی يې څېړي او تعقيبوي يې؛ هغه که ملکي کارکوونکي دي او که نظامي."

رحيمي وایي، د دې لپاره چې د داسې ستونزو مخه ونيول شي، خلک دې په مستند ډول شکایتونه ثبت کړي، څو په اړه يې اقدام وشي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement