ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: حکومت دې د ۱۱ طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه وضاحت ورکړي

مشرانو جرګه: حکومت دې د ۱۱ طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه وضاحت ورکړي

author avatar
8 Oct 2019 - 17:42
مشرانو جرګه: حکومت دې د ۱۱ طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه وضاحت ورکړي
author avatar
8 Oct 2019 - 17:42

 کابل (پژواک، ۱۶تله ۹۸): افغان حکومت په داسې حال کې د یوولس طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه له څه ویلو ډډه کوي چې مشرانو جرګې یې پر دغه چوپتیا نیوکه کړې او په دې اړه ترې د وضاحت غوښتنه کوي.

 طالبانو ته نږدې سرچینې او ددغې ډلې پخواني قوماندان سید اکبر اغا تېره ورځ (د تلې په ۱۵ مه) رسنیو ته ویلي چې د طالبان ۱۱ غړي تېره ورځ له بګرام زندان څخه د درېیو هندي انجنیرانو په بدل کې خوشي شوي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې ازاد شوي طالبان ددې ډلې مهم غړي وو چې د کونړ او د نیمروز ولایتونو لپاره د طالبانو والیان شیخ عبدالرحیم او مولوي عبدالرشید بلوڅ هم په کې شامل دي.

 خوشي شوي درې هندي انجنیران د هغو اوو هندي انجنیرانو له ډلې دي چې په ۲۰۱۸ کال کې په بغلان ولایت کې د برېښنا له یوه سب سټېشنه د کار پر مهال تښتول شوي وو او یو یې په مارچ میاشت کې خوشی شوی و.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ددې جرګې نننۍ ناستې ته وویل، د مشرانو جرګې نننۍ ناسته د بندیانو د تبادلې مخالفت نه کوي خو په دې شرط چې د افغان حکومت د پلان او خط مشي مطابق ترسره شي او حکومت ترې خبر وي.

 هغه زیاته کړه: «زموږ اندېښنه او تشویش دادی چې که امریکا دغه کار په خپل سر کړی وي او حکومت ترې خبر نه وي، د افغانستان پر برخلیک لوبې او پټه معامله ده او افغان حکومت باید په دې اړه خپل روښانه دریځ له ملت سره شریک کړي.»

 د نوموړي په خبره، که امریکایانو دغه کار په خپل سر کړى وي د افغان حکومت رهبري باید جرئت وکړي او له ملت سره حقیقت شریک کړي.

 هغه د افغان دولت او ملت له خبرېدو پرته د یوولس بندیانو خوشي کېدل خطرناک وبلل او امریکا ته په خطاب کې یې وویل: ((افغانان مه اړباسئ چې سرکشي وکړي.))

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار وویل: ((نه پوهېږم چې افغان حکومت په اسلام اباد کې له مذاکراتو وروسته له بګرام زندان څخه د ۱۱ طالبانو د خوشي کېدو په اړه معلومات لري که نه، ددغو بندیانو خوشي کېدو د افغانستان ملي اقتدار او ملي حاکمیت په جدي ډول تر ګواښ لاندې راوستلي دي.))

هغه زیاته کړه: ((په پاکستان کې د طالبانو او خلیلزاد د مذاکراتو مخالفت مو وکړ او شور ماشور جوړ شو، ان ارګ د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې ګوښه کړ، خو د مذاکراتو د پایلې په اړه چې د بندیانو خوشي کېدل و هېڅوک غږ نه پورته کوي، نه یې مخه نیسي او نه یې مخالفت کوي، نه غبرګون ښيي له بدغه مرغه چوپ پاتې دي.))

ایزدیار وویل، پر دواړو ارګانونو (ارګ او اجرايیه ریاست) ملاحظه لري، ځکه هېڅ یوه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې حکومت په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي او هره پرېکړه چې د افغانانو او افغانستان د برخلیک په اړه کېږي دولت او ملت باید ترې خبر وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.