د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ کې د سينما نشتون هنرمندان او فلم جوړوونکي له ستونزو سره مخ کړي

په بلخ کې د سينما نشتون هنرمندان او فلم جوړوونکي له ستونزو سره مخ کړي

Oct 08, 2019 - 17:16

مزارشريف ( پژواک، ۱۶تله ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر هنرمندان او فلم جوړوونکي وايي، چې دغه ولايت کې د سينما نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. 

دغه هنرمندان د هنر نړيوالې ورځې په مناسبت مزارشريف کې راټول شوي وو او نيوکه يې وکړه، چې حکومت د هنر او فلم ودې ته پاملرنه نه کوي. 

د فلم جوړوونکي او لوبغاړي عبدالصبور رسولي پژواک ته وويل، د تاسف ځای دی، چې بلخي هنرمندان حتی د راټولېدو لپاره يو تالار هم نه لري.

هغه زياته کړه، د افغانستان په څېر سنتي ټولنې کې بيا هم يو شمېر نجونې او هلکان جرئت کوي او د فلم نړۍ ته راځي؛ خو په خبره يې حکومت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه نه کوي.

د هغه په خبره، سره له دې چې بلخ په لومړۍ درجه ولايتونو کې راځي؛ خو بيا هم دغه ولايت کې د فلم نندارې لپاره حتی يوه وړه سينما هم نه ده جوړه شوې.

رسولي وويل چې په دې تړاو يې څو ځلې حکومت او په ځانګړي ډول اطلاعات او فرهنګ وزارت ته وړانديزونه کړي؛ خو نه دي منل شوي.

د هغه په وينا، که بلخ کې سينما جوړه نه شي؛ نو د فلم وضعيت نه شي ښه کېدای.

رمزيه عسکرزاده د ښکلو هنرونو له پوهنځي فارغه شوې او له تېرو دوه کلونو راهيسې په مزارشريف کې نقاشي کوي.

هغې چې خپل ځيني اثار هم نندارې ته ايښي وو، پژواک ته يې وويل، چې له خپل کار څخه ډېره راضي نه ده.

مېرمن رمزيه زياتوي، د کار کولو برخه کې له ګڼو ټولنيزو ستونزو سره مخ ده او تر څنګ يې حکومت هم پاملرنه نه ورته کوي.

په ورته مهال بلخ کې د افغان فلم مسوول سرمست زاده پژواک ته وويل، چې حکومت تر ډېره حده کوښښ کوی، چې هنرمندانو او فلم جوړوونکو ته اسانتياوې برابرې کړي.

هغه زياته کړه، هنرمندان دې هم د افغانستان واقعيتونه درک کړي او د حکومت امکاناتو مطابق دې د مرستو غوښتنه وکړي.

 د هغه په خبره، لا هم هغه مېرمنې له ګڼو او جدي ستونزو سره مخ دي، چې غواړي هنر ته مخه کړي او فلم کې کار وکړي.

د افغان فلم رييس هم مني، چې بلخ کې د سينما نشتون د هنرمندانو لپاره جدي ستونزه ده.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق وايي، چې ياد وزارت د سينما د جوړولو لپاره کافي بوديجه نه لري.

هغه زياته کړه، دوی بيا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي او کوښښ کوي، چې بلخ کې سينما جوړه کړای شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement