سرپل (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): د سرپل د سنچارک ولسوال وایي چې د دولت وسله والو مخالفینو په دغه ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر یو کارکوونکی له تښتونې وروسته وژلی دی.
د سرپل د سنچارک ولسوال نقیب الله دقیق پژواک خبري اژانس ته وویل، د علي نقي په نوم د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ولایتي کارکوونکی چې د دې ولسوالۍ د چار روح کلي اوسېدونکی دی، د تلې په یوولسمه طالبانو د دغه کلي له نږدې سیمې تښتولی و.
نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د ټاکنو کېسیون دغه کارکوونکی پرون (د تلې ۱۵مه) پر ډزو وژلی، مړی یې د سنچارک د بازارباشي سیمې په یوه دښته کې پیدا شوی او امنیتي ځواکونو یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي محمد مبین وویل: «علي نقي د یوه شخصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی و، اقتصادي وضعیت یې ښه نه و، له همدې امله د رایو ورکونې په ورځ د هویت تثبیتولو د مامور په توګه ټاکل شوی و چې له بده مرغه د طالبانو له خوا پر ډزو ووژل شو.»
په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.
د یوه بل خبر له مخې، په فایاب ولایت کې د ملي امنیت یو کاکوونکی ټپي شوی دی.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۸:۴ د میمنې ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ګذر همت په سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله د فاریاب د ملي امنیت یو کارکوونکی محمد هاشم ټپي شو.
هغه وویل، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي امنیت دغه کارکوونکی په موټر کې د دندې پر لور روان و چې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.
خو د ملي امنیت ددغه کارکوونکي د موټر چلوونکي سهراب په خبره، په دې پېښه کې د هاشم مېرمن هم ټپي شوې او موټر یې ویجاړ شوی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن