ښرنه (پژواک، ١٧ تلى ۹۸): د پکتيکا د هغو ولسوالیو خلک چې غرونه یې ځنګلونه لري، وايي چې د اړوندو سيمو يو شمېر قومي زورواکي او خلک د ځنګلونو شنې ونې وهي او بيا يې د سون لرګیو په بڼه په بازار کې پلوري.
د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله ځدراڼ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د پکتيکا ارګون، سروبي، نکه، زېړوک، ګيان، برمل، ګومل، اومنه او وړممۍ ولسوالۍ پراخ او ګڼ ځنګلونه لري خو په دې وروستيو کې د سيمې د ځینو خلکو له لوري په بې رحمۍ سره وهل کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((د زېړوک په غرونو کې د قومي زورواکو ترڅنګ د کليو غريب خلک د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره شنې ونې وهي او بيا يې له وچولو وروسته د سون لرګيو په ډول پر سوداګرو پلوري.))
ځدراڼ وویل، له بده مرغه دولت د دغه کار په مخنیوي کې پاتې راغلی خو اندېښنه ښيي، که چېرې د ځنګلونو وهل په همدې ډول دوام ولري، ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.
دغه راز د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی غازي ځدراڼ هم وايي چې د دې ولسوالۍ د ځنګلونو شنې ونې په بې رحمۍ وهل کېږي.
هغه پژواک ته وویل چې خلک د سون لرګیو لپاره د خپلو ځنګلونو شنې ونې وهي او بیا یې پلوري.
نوموړي زیاته کړه: ((کله چې ځنګل ووهل شي، د څو شپو لپاره يې لرګي لمر ته ايښي وي، څو وچ شي، بيا يې د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي چې له امله يې هره ورځ د پکتيکا له غرونو ډېری ولايتونو ته په لسګونو موټر لرګي وړل کېږي، خو حکومت يې مخنيوی نه کوي.))
همدارنګه د ګيان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ولی الرحمن پژواک ته وويل، په ولسوالۍ کې یې په ښکاره شنې ونې وهل کېږي او بیا د نورو ولایتونو ترڅنګ پاکستان ته هم وړل کېږي.
دغه راز د ارګون ولسوالۍ د پيرکوټي کلي اوسېدونکي محمدجان وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو د شنو ونو وهلو د مخنيوي په موخه قومي تړه جوړه شوې چې هېڅوک نه شي کولی پر خپل سر ونې ووهي.
بلخوا د پکتیکا د کرنې رياست سرپرست رييس صوبت رحيمي هم مني چې د ځینو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې ځنګلونه پر خپل سر وهل کېږي.
نوموړي پژواک ته وویل: ((د پکتيکا په لرو پرتو ناامنو ولسواليو کې خلک پر خپل سر شنې ونې وهي او ډېری نوري ونې بيا د سېلابونو له امله ړنګېږي.))
هغه زیاته کړه چې د دغه کار د مخنیوي لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخيستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن