ترینکوټ (پژواک، ۱۷ تله ۹۸): په اروزګان کې له څه باندې زرو هغو کورنیو سره چې غړي یې د پوليسو په ليکو کې له لاسه ورکړي، د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د سل کیلو غنمو د وېش دغه لړۍ نن له مرکز ترینکوټ څخه پیل شوه او ولسواليو ته به هم وغځېږي.
په دې اړه د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال خطاب خنجري وويل چې دغه مرستې د وژل شوو پوليسو له ۱۰۶۶ کورنيو سره ترسره کيږي.
هغه وايي: ((موږ وزارت ته پيشنهاد کړى و او هغوى هم دغه مرسته منظور کړې ده.))
د هغه د معلوماتو له مخې چې له هرې کورنۍ سره د سل کيلو غنمو مرسته کېږي.
د قوماندان په وينا، امنیې قوماندانۍ هڅې پیل کړې څو د پولیسو کورنیو ته یې پر وخت حقوق ورکړي.
بل لور ته يوه مرسته اخيستونکي سید محمد پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو یې د کورنۍ شپږ غړي د پولیسو په لیکو کې وژل شوي او د هغو لسګونه یتيمان ور پاتې دي.
هغه وایې چې تر اوسه هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې او نه یې هم د کورنۍ د وژل شوو غړو د اکرامې پيسې ترلاسه کړې دي.
يو شمېر نورو مرسته اخيستونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
اروزګان د افغانستان د ناامنه ولايتونو له ډلې دى چې ډېرى سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن