د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: حکومت دې په پکتیکا کې د ځنګلونو د بې رحمانه وهلو مخنیوی وکړي

خلک: حکومت دې په پکتیکا کې د ځنګلونو د بې رحمانه وهلو مخنیوی وکړي

Oct 09, 2019 - 11:40

ښرنه (پژواک، ١٧ تلى ۹۸): د پکتيکا د هغو ولسوالیو خلک چې غرونه یې ځنګلونه لري، وايي چې د اړوندو سيمو يو شمېر قومي زورواکي او خلک د ځنګلونو شنې ونې وهي او بيا يې د سون لرګیو په بڼه په بازار کې پلوري.

د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله ځدراڼ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د پکتيکا ارګون، سروبي، نکه، زېړوک، ګيان، برمل، ګومل، اومنه او وړممۍ ولسوالۍ پراخ او ګڼ ځنګلونه لري خو په دې وروستيو کې د سيمې د ځینو خلکو له لوري په بې رحمۍ سره وهل کېږي.

نوموړي زیاته کړه: ((د زېړوک په غرونو کې د قومي زورواکو ترڅنګ د کليو غريب خلک د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره شنې ونې وهي او بيا يې له وچولو وروسته د سون لرګيو په ډول پر سوداګرو پلوري.))

ځدراڼ وویل، له بده مرغه دولت د دغه کار په مخنیوي کې پاتې راغلی خو اندېښنه ښيي، که چېرې د ځنګلونو وهل په همدې ډول دوام ولري، ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.

دغه راز د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی غازي ځدراڼ هم وايي چې د دې ولسوالۍ د ځنګلونو شنې ونې په بې رحمۍ وهل کېږي.

هغه پژواک ته وویل چې خلک د سون لرګیو لپاره د خپلو ځنګلونو شنې ونې وهي او بیا یې پلوري.

نوموړي زیاته کړه: ((کله چې ځنګل ووهل شي، د څو شپو لپاره يې لرګي لمر ته ايښي وي، څو وچ شي، بيا يې د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي چې له امله يې هره ورځ د پکتيکا له غرونو ډېری ولايتونو ته په لسګونو موټر لرګي وړل کېږي، خو حکومت يې مخنيوی نه کوي.))

همدارنګه د ګيان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ولی الرحمن پژواک ته وويل، په ولسوالۍ کې یې په ښکاره شنې ونې وهل کېږي او بیا د نورو ولایتونو ترڅنګ پاکستان ته هم وړل کېږي.

دغه راز د ارګون ولسوالۍ د پيرکوټي کلي اوسېدونکي محمدجان وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو د شنو ونو وهلو د مخنيوي په موخه قومي تړه جوړه شوې چې هېڅوک نه شي کولی پر خپل سر ونې ووهي.

بلخوا د پکتیکا د کرنې رياست سرپرست رييس صوبت رحيمي هم مني چې د ځینو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې ځنګلونه پر خپل سر وهل کېږي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((د پکتيکا په لرو پرتو ناامنو ولسواليو کې خلک پر خپل سر شنې ونې وهي او ډېری نوري ونې بيا د سېلابونو له امله ړنګېږي.))

هغه زیاته کړه چې د دغه کار د مخنیوي لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخيستل شي.

د پکتيکا مرستيال والي بيا له خلکو غوښتنه کوي چې ځنکلونه د الله ج لوی نعمت دی چې د سېلابونو او دوړو مخنيوی کوي.

هغه وویل: ((خلک د خپلو ځنګلونو له حاصلاتو ګټه ترلاسه کوي؛ ځکه دې د شنو ونو وهل بس کړي او قومي تړونونه دې وکړي.))

د يادونې ده، تېر کال هم رسنيو په پکتیکا کې پر خپل سر د ځنګلونو وهلو په اړه راپورونه خپاره کړي وو، خو سربېره پر هغو هم دولت یې د مخنیوي په اړه کوم اقدام ونه کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement