ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر له پنځو ولسوالیو د ناامنیو له امله مالیه نه راټولېږي

د لوګر له پنځو ولسوالیو د ناامنیو له امله مالیه نه راټولېږي

author avatar
9 Oct 2019 - 14:24
د لوګر له پنځو ولسوالیو د ناامنیو له امله مالیه نه راټولېږي
author avatar
9 Oct 2019 - 14:24

پل علم (پژواک، ١٧ تله ٩٨): د لوګر د مستوفيت مسوولین وايي چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د ناامنيو له امله ماليه نه شي ټولولای؛ نو ځکه يې د عوايدو کچه ټېټه ده.

دغه څرګندونې د لوګر مستوفي وحيدالله مياخېل د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

مياخېل وويل چې په څرخ، بره کي برک، خروار، ازره او خوښۍ ولسواليو کې د ناامنيو له امله د دوى کارکوونکي نه شي کولاى چې له هټيو ماليه راټوله کړي.

دى وايي: ((په دغو ولسواليو کې زموږ مامورين بازار ته نه شي تللى، امنيتي مشکلات دي، له دې ولسواليو زموږ د مالياتو کچه صفر ده چې په دې سره زموږ د مالياتو کچه اويا فيصده ټيټه شوې ده.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زما پنځه مياشتې کېږي چې دلته مقرر شوى يم، د تېر کال د عوايدو په اړه هېڅ معلومات نه لرم.))

خو ده وويل که چېرې امنيتي ارګانونه او خلک ورسره مرسته وکړي نو د عوايدو کچه به څو برابره لوړه کړي.

په دې اړه د څرخ ولسوال خليل الله کمال پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا دوه سوه هټۍ دي خو په تېرو څو کلونو کې ماليه ترې نه ده اخيستل شوې.

هغه وايي: ((امنيتي مشکلات دي، مامورين نه راځي او په خپل زړه دوکانداران ماليه نه تحويلوي.))

دغه راز د خوښۍ ولسوالۍ د بازار يوه دوکاندار احمدالله پژواک ته وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې دوکان لري خو تر اوسه يې ماليه نه ده ورکړې.

دى وايي: ((دلته يو دوکاندار هم ماليه نه ورکوي او دولتي مامورين د طالبانو له ويرې بازار ته نه شي راتللى.))

بل لور ته د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې ځينې امنيتي ستونزې په وي خو دولت په  ټولو ولسواليو کې حاکميت لري.

ده زياته کړه: ((که مستوفي وغواړي موږ حاضر يو چې امنيتي کسان ورسره کړو، څو ماليه راټوله کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.